د ننګرهار د کرنې رییس د نه انلوس مؤسسې مشرې سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۰:۳
د ننګرهار د کرنې رییس د نه انلوس مؤسسې مشرې سره وکتل

۱۲ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د خپل کار په د فتر کې د نه انلوس مؤسسې له مشرې سوزانا او نورو همکارانو سره په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د اړتیا پر اساس د پروژو ډیزاین کولو، روانو او راتلوونکو فعالیتونوپه موخه خبرې اترې وکړې.
  د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ایټالیا هېواد او خلکو مرستو څخه د مننې ترڅنګ خپلې غوښتنې، وړاندیزونه راتلوونکي پلانونه د مؤسسې له مسؤلینو سره شریکه کړه.
ښاغلي محسن د سوزانا څخه  په ننګرهار کې د ځنګلونو بیا رغولو، جلغوزیو، چهارمغزو او بېرو ځنګلونو د کرلو غوښتنه وکړه.
نوموړې همدارنګه د سړوخونو، شنوخونو جوړولو، بڼوالۍ، چکډېمونو جوړولو، اصلاح شوي تخمونو،خوسکیو، وزو، واکسینونو او نورو برخو کې د همکاریو غوښتنه هم وکړه.
په ورته وخت کې، د ننګرهار د کرنې رییس د مؤسسې مسؤلینو ته په ټولو قانوني برخو کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
دغه راز ددې لیدنې په ترڅ کې، د نه انلوس مؤسسې مسؤله سوزانا د ننګرهار د کرنې رییس د رغنیزو پلانونو هرکلۍ وکړ او په بېلابېلو برخو کې  اړتیا ته په کتو د پروژو د ډیزاین او پلي کولو ژمنې وکړې.
آغلې سوزانا وویل په نږدې راتلوونکي کې د ننګرهار په بهسود، کامه، سره رود او دره نور ولسوالیو کې لسګونو ناچاره خلکو ته د شېدو غواګانې او پروسس وسایل وېشي. سوزنا زیاته کړه: «ستاسو د غوښتنواو وړاندیزونه په اساس به په راتلونکی کې په ننګرهار کې پروژې ډیزاین او پلي کېږي.»
په یاده ناسته کې د کرنیزو خدمتونو، طبیعي زېرمو امرینو، کرنې ریاست سلاکار، د پلان مدیر او د مالدارۍ امریت استازو هم خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت