د هلمند ګرشک کې د طبیعي کبانو نیونې په تور دوه هټۍ وتړل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۵:۶
د هلمند ګرشک کې د طبیعي کبانو نیونې په تور دوه هټۍ وتړل شوې

۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
وروسته له هغې چې هلمند کې د طبیعي کبانو د نسل ختمېدو د مخنیوي په پار په دې ولایت کې د طبیعي کبانو پر ښکار بندیز ولګېد، د دې ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مقام په لارښوونه په مرکز لښکرګاه او ګڼو ولسوالیو کې له عامه سیندونو او کانالونو څارنه او ارزونه کېږي.
په همدې موخه تېره ورځ د کرنې ریاست د عامه خبرتیاوو با وجود ګرشک ولسوالۍ کې په بېلابېلو وسیلو ځینو کسانو د عامو سیندونو او کانالونو کبان نیول چې د ګرشک ولسوالۍ د کرنې مسؤلینو له‌خوا په نښه او هټۍ یې وتړل شوې.
په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ د کبانو پخونکو ته بیا هم توصیه او سپارښتنه وشوه، چې د طبیعي کبانو له ښکار څخه په کلکه ډډه وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت