د لغمان علیشنګ کې یوشمېر مالدارانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۵:۹

۸ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
 دلغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت د علیشنګ ولسوالی ۲۷ مالدارنو ته د څارویو دغوجلو جوړولو لپاره وسایل او دحفظه الصحې توکو مرسته ووېشل شول.
یاده مرسته د علیشنګ ولسوالی دکرنیزوچارو مدیر مولوي محب الله او دیادې مؤسسې دمسؤلینو په شتون کې نوموړو مالدارنو ته ووېشل شوه. په دغه مرسته کې دغوجلې ساختمان لپاره هواکش، دمسطحې تیکه، د حفظ الصحې په برخه کې پایډین، صابون او یو لړ نور توکي شامل دي.
د یادولو وړ ده، چې د لغمان دکرنې ریاست تل هڅه کوي، چې د مالدارۍ سکتور دپراختیا او دمالدارانو د لاسنیوي لپاره د همکارو مؤسساتو مرستې راجلب او اړمنو مالدارانو ته یې ورسوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت