فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۰:۵۹
فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

ا لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د فراه د کرنې، ابولګولو او مالداری رییس مولوی شاه محمد حاجي سروري په مشرۍ د کرنې، ابولګولو او مالداری ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د فراه کرنې،ابولګولو او مالداری رییس لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرو غونډو دپریکړو دتطبيق ارزونه وکړه او د فراه ولایت د تخنیکي کمېټې هلې ځلې او فعالیتونه یې وستایل.
د غونډی په ترڅ کې د فراه مرکز اړوند سیمي دارآباد پائین،هوایي ډګر ترڅنګ کرجي سیمه، فراهرود ولسوالی، ارزو اوبرزو، ده سربوز سیمه، شیب کوه ولسوالی کاریز کتمي او بالابلوک ولسوالی سیاه ځنګل کلی سیمې پر موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس په کندهار کې د څېړنیزو فارمونو چارې وارزولې؛ د اغېزمنو څېړنو او علمي نوښتونو پر دوام یې ټینګار وکړ

۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس، مولوي نصرت‌الله طلحه، کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کوهکران،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۴۲
Background image

ننګرهار کې د جوارو ننداریزو کروندو جوړولو په‌پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا د ننګرهار ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې د ۳۰ ننداریزو کروندو لپاره د جوارو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنې وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره د سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د ویزې اسانتیا په اړه وکتل

۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ترکیې له شارژدافیر ساډین اییلډیز سره په لیدنه کې د سوداګریزو. . .

بازگشت