د کرنې وزیر د ځنګلونو د ساتنې په موخه خوست ولایت ته سفر وکړ

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۲:۲
د کرنې وزیر د ځنګلونو د ساتنې په موخه خوست ولایت ته سفر وکړ

۳۰  تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د کرنې، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د یوه پلاوي په مشرۍ خوست ولایت ته د ځنګلونو د ساتنې په موخه سفر وکړ.
په دې سفر کې د کرنې له وزیر سره  دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم او د افغان کارت امارتي شرکت رییس سیداحمد آغا ملتیا کوله.
د دغه سفر په ترڅ کې د خوست ولایت د مقام په ودانۍ کې د یاد د لوړ پوړو چارواکو له ډلې دخوست والي مولوی عبدالقیوم روحاني، د دغه ولایت د استخباراتو رییس مولوي لطف الله محمود اخندزاده، د امنیې قومندان قاري عبدالرشید عمري او د خوست مرستیال والي مولوی محبوب شاه قانت په شتون کې غونډه دائره شوه، چې په ترڅ کې یې د ځنګلونو د ساتنې او پرې کولو د مخنیوي په اړه خبرې اترې وشوې.

سفر وزیر زراعت به ولایت خوست جهت حفاظت از جنگلات
۳۰ میزان ۱۴۰۳ ه‍.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، در راس هیئتی از مسوولان وزارت‌های زراعت، امور داخله و صنعت و تجارت به منظور حفاظت از جنگلات به ولایت خوست سفر کرد.
 در این سفر، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی، مولوی عبدالحق مخدوم معین پلان و پالیسی وزارت داخله و مولوی سید احمد آغا رئیس شرکت امارتی افغان کارت، وزیر زراعت را همراهی می‌کردند.
در جریان این سفر نشستی در ساختمان ولایت خوست با حضور مقامات ارشد این ولایت از جمله مولوی لطف‌الله محمود آخندزاده رئیس استخبارات، مولوی عبدالقیوم روحانی والی خوست، قاری عبدالرشید عمری قوماندان امنیه و مولوی محبوب شاه قانت معاون والی برگزار شد. در این نشست، موضوع حفاظت از جنگلات و جلوگیری از قطع آن‌ها مورد بحث و بررسی قرار گرفت.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت