د کرنې وزارت د عوایدو د زیاتوالي په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۱:۳۱
د کرنې وزارت د عوایدو د زیاتوالي په موخه غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان «حاجي سالم» په مشرۍ د کرنې وزارت د عایداتي او سکتوري ریاستونو رییسانو او مسوولینو په ګډون یوه غونډه د کرنې وزارت د عوایدو د تثبیت، راټولولو، انسجام او زیاتوالي په موخه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د کرنې وزارت د عوایدو د انسجام او زیاتوالي په اړه ترسره شوه، ګډونوالو د عوایدو د تثبیت، راټولولو او د نورو عایداتي سرچینو د موندلو په اړه چې په لږ لګښت سره زیات عاید ترلاسه شي او د کرنې وزارت په مختلفو برخو کې د عوایدو د راټولولو د مشخصو طرحو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل، چې په دې اړه اړین تصامیم ونیول شول.
ملا آغاجان «حاجي سالم» د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، په دې غونډه کې پر دې ټینګار وکړ چې لګښتونه دې د داخلي عوایدو له لارې پوره شي.
همدارنګه په دې غونډه کې د څېړنیزو فارمونو او ځنګلونو د ساتنې، د مخابراتي انټنونو د ځمکو د تثبیت او مشخصولو او د ځنګلونو د محصولاتو د عوایدو د راټولولو په اړه هم بحث وشو.
د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، ټولې امارتي ادارې مکلف دي، چې د خدمتونو وړاندې کولو تر څنګ، په هغو پروژو هم کار وکړي چې عایداتي وي، ترڅو د هېواد لګښتونه د داخلي عوایدو له لارې پوره شي.

جلسه‌ای به منظور افزایش‌دهی عواید وزارت زراعت برگزار شد 
جلسه‌ای به سرپرستی ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور روئسا و مسوولان ریاست‌های عایداتی و سکتوری وزارت زراعت به منظور تثبیت، جمع آوری، انسجام و افزایش‌دهی عواید وزارت زراعت برگزار شد.
در این جلسه که در مورد انسجام و افزایش دهی عواید وزارت زراعت برگزار شده بود اشتراک کننده گان  پیرامون چگونگی تثبیت، جمع آوری و دریافت سرچشمه‌های جدید عایداتی که با مصارف کمتر عاید بیشتر بدست آید،  ایجاد طرح های مشخص جمع آوری عواید در بخش‌های مختلف وزارت زراعت بحث و تبادل نظر کردند که در زمینه تضامیم لازم اتخاذ گردید.
ملا آغاجان «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در این جلسه بر تامین مصارف از عواید داخلی تاکید کرد.
همچنان در این جلسه در مورد حفاظت از فارم‌های تحقیقاتی، جنگلات، تثبیت و مشخص‌سازی زمین‌های آنتن‌های مخابراتی در سراسر کشور و جمع‌آوری عواید محصولات جنگلی نیز بحث صورت گرفت.
مطابق به فرمان رهبری امارت اسلامی افغانستان همه ادارات امارتی موظف هستند که در کنار اراییه خدمات روی پروژه های کار نمایند که عایداتی نیز باشد تا مصارف کشور از عواید داخلی تامین گردد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت پلاوی د پختې د بیو د ټیټوالي د ارزونې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پختې د بیو د ټیټوالي د علتونو د معلومولو او د بزګرانو د تاوان د مخنیوي په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو کاري پلاوی د غلو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

دهلمند بولان څېړنیز فارم کې د غنمو د تجربو او مورني تخمونو د تولید بهیر پیل شو

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  دکرنیزو چارو آمریت اړوند د څېړنو مدیریت مسئولینو د بولان څېړنیز فارم په سیمه کې د غنمو د نوو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۳۷
Background image

هلمند کې د مالدارۍ په برخه کې د خصوصي سکتور پیاوړتیا په موخه هلې ځلې

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت آمر حافظ هدایت‌الله هدایت او د یاد آمریت مسلکي. . .

بازگشت