په کندهار دامان ولسوالۍ کې د تازه شیدو پروسس یو لوی مرکز پرانستل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۳:۲۷
په کندهار دامان ولسوالۍ کې د تازه شیدو پروسس یو لوی مرکز پرانستل شو

۱۲ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د میلکو کمپنۍ په مالي همکارۍ، د خوشهاب په سیمه کې د تازه شیدو پروسس لوی مرکز پرانیستل شو. دا مرکز د مالدارۍ سکتور د ودې، پراختیا، او د بې‌وزلو مالدارانو د ملاتړ لپاره جوړ شوی دی.
  په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال الحاج مولوي صدراغظم عثماني، د میلکو کمپنۍ استازي، د ولسوالۍ مخورو مشرانو او مالدارانو ګډون درلود.  
د کرنې او مالدارۍ مرستیال الحاج مولوي صدراعظم عثماني د مالدارۍ سکتور ستونزو د حل، د مالدارانو د ملاتړ او تازه شیدو ته د بازار موندنې په برخو کې د مرستې ژمنه وکړه. 
  مالدارانو له کرنې ریاست او میلکو کمپنۍ څخه مننه وکړه او دا یې د مالدارۍ سکتور د پراختیا او پرمختګ لپاره یو مثبت ګام وباله. هغوی د مالدارۍ په برخه کې خپلې ستونزې او غوښتنې هم له مرستیال سره شریکې کړې.
  یاد مرکز چې د ۱۰۰ زره ډالرو په ارزښت جوړ شوی، په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰ زره کیلو ګرامه شیدو پروسس کولو ظرفیت لري. د خوشهاب او دامان نورو سیمو ۷۰۰ مالداران به شیدې دې مرکز ته راوړي.
  د کندهار کرنې او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، میلکو کمپنۍ پلان لري چې په نږدې راتلونکې کې د کندهار په نورو ولسوالیو کې هم ورته مرکزونه د مالدارانو د ودې او ملاتړ لپاره پرانیزي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت