دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د چین سفارت له سوداګریزې اتشې سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۴:۱۰
33333

۱۹ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان په کابل کې د چین سفارت د اقتصادي او سوداګرۍ له مسوول مه چنګونګ سره د خپل کار په دفتر کې د کتنې په ترڅ کې د هېواد په درېیو ولایتونو کې د درېیو سړوخونو د جوړولو په اړه خبرې اترې وکړې. 
په دې کتنه کې د افغانستان په درېیو ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې په پار د سړو خونو د جوړولو پر څرنګوالي خبرې اترې وشوې.
د چین حکومت چمتو دی چې په تخار، بدخشان او کابل ولایتونو کې د افغانستان کرنیزو محصولاتو د زېرمه کولو لپاره درې معیاري سړې خونې جوړې کړي، چې دغه ناسته هم د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال او د چین د دیپلوماتانو ترمنځ د کرنې وزارت د تخنیکي سلاکارانو په حضور کې د سړو خونو د جوړولو د لومړنیو پړاوونو او د عملي کار د پیل د څرنګوالي په اړه د بحث په موخه جوړه شوې وه.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د چین هېواد د همکارۍ د اعلان هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د کرنې وزارت چمتو دی، چې د چین د حکومت تخنیکي ټیم ته اسانتیاوې برابرې کړي او د چین تخنیکي ټیم سره همکاري کوي، تر څو ژر تر ژره د سړو خونو د جوړولو چارې پیل شي.

دیدار معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با اتشه تجارتی سفارت چین 
۱۹ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با مه چنگونگ مسوول اقتصادی و تجارتی سفارت چین مقیم کابل دیدار و پیرامون اعمار سه سردخانه در  سه ولایات کشور گفتگو کرد.
در این دیدار پیرامون چگونگی اعمار سردخانه‌های نگهداری محصولات زراعتی در سه ولایت افغانسان بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
 دولت چین آماده‌ ‌است که در ولایت‌های تخار، بدخشان و کابل سه سردخانه معیاری برای نگهداری محصولات زراعتی افغانستان بسازد که این جلسه  نیز به منظور بحث روی مراحل ابتدای و چگونگی آغاز کار عملیاتی ساخت سردخانه ها میان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت  و دیپلومات‌های  چینائی‌ با حضور مشاوران تخنیکی وزارت زراعت برگزار شد .
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی از اعلام همکاری کشور چین استقبال کرده و به طرف مقابل اطمینان داد که وزارت زراعت آماده فراهم سازی سهولت و همکاری برای تیم تخنیکی دولت چین می‌باشد تا هرچه سریعتر ساخت سردخانه‌ها آغاز شود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت