ننګرهارکې یوشمېر مالدارانو سره د لبني بستو مرسته وشوه

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۳:۶
ننګرهارکې یوشمېر مالدارانو سره د لبني بستو مرسته وشوه

۲۸ تله ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د کامې ولسوالۍ د زاخېلو کلي د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په پار پر ۸۰ کوچنیو مالدارانو د لبني توکو کڅوړې ووېشل شول.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس انجنیر سمیع الله نصرت وایي دغه مرسته چې ټولیز لګښت یې ۱۱۰۰ زره افغانۍ ده، د کرنې وزارت د اقليمي بدلونونو له کبله د رامنځته کېدنکو ګواښونو د کمولو پروژې « CDRRP» له خوا د بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه تر سره شوي دي.

ښاغلی نصرت وویل، چې د زاخېلو په سیمه کې د شیدو ټولولو یو مرکز تجهیز او ګټې اخیستنې ته سپارلی، چې په لړ کې یې دغه مرسته هم ترسره شوه.

د ننګرهار د کرنې رییس وویل، چې د ياد مرکز له فعالېدو او ددغو توکو له مرستو یې موخه د کوچنيو مالدارانو لپاره د شيدو د خرڅلاو زمينه برابرول او له دې لارې د هغوی مالدارۍ ته پراختیا ورکول دي.

باید وویل شي، چې دغه مرکز لپاره د زاخېلو شورا د غړو له خوا یوه ودانۍ هم ځانګړی شوی دی، چې د شېدو راټولولو، زېرمه او لېږد چارې په کې پرمخ وړل کیږي.

د دغو مرکزونو جوړول د لبنیاتو د پراختیا او کاروبار په برخه کې یو مثبت ګام دی. د شیدې ټولول او شیدې ته بازارموندنه کولای شي، چې د مالدارانو اقتصاد ته وده ورکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۰
Background image

د پکتیا په اوو ولسوالیو کې پر ۹۰۰ بزګرانو د سبو تخمونه، شنې خونې او د سبو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغان سوله جوړونکې مؤسسې په همکارۍ، د دې ولایت د مرکز ګردېز او اړوندو ولسوالیو احمدابا،. . .

بازگشت