د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې په دوامداره توګه د څارویو حلالولو ځایونه څارل کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۱:۵۰
د ننګرهار د کرنې رییس د بزګرانو ستونزو حل په موخه نازیان ولسوالی ته سفر وکړ

۲۴چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتيا امریت مسلکي کارکوونکو لخوا ددې ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د څارویو د حلالولو له ځایونو څخه هره ورځ څارنه او ارزونه ترسره کېږي.  
ددې څارنې په ترڅ کې د کرنې ادارې مسلکي کارکوونکو لخوا قصابانو ته مسلکي سپارښتنې کېږي، څاروي له حلالولو وړاندې معاینه کېږي، کله چې د صحت له پلوه څاروي مطمئن شي نو بیا د حلالولو اجازه ورکول کېږي او تر حلالولو وروسته یې پر غوښو د صحت مهر لګول کېږي.
 د دغې دوامدارې څارنې او ارزونې موخه د خرابو او غیر صحي غوښو د پلور مخنیوی او هلمندوالو ته د باکیفیته غوښو وړاندې کول دي.
ددې څارنې په ترڅ کې د کرنې ادارې مسلکي کارکوونکو لخوا د  قصابیو اړوندو هټیوالو ته په بیلبیلو برخو کې لازمې سپارښتنې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت