لښکرګاه کې د کبانو شرکتونو له چارواکو سره د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۱:۱۲
لښکرګاه کې د کبانو شرکتونو له چارواکو سره د همغږۍ غونډه دائره شوه

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر مولوي محمد عمر ابویاسر په داسې حال کې، چې د چرګانو روزنې مدیر انجنیر محمد صابر انوري یې هم ملتیا کول د کبانو د شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل .
د یادې لیدنې پر مهال د کبانو د شرکتونو مسؤلینو خپلې یو شمېر غوښتنې او وړاندیزونه د کرنې ریاست مسؤلینو سره شریک کړل .
همدارنګه یادو چارواکو په هلمند کې د کب روزنې د لا پیاوړتیا په برخه کې د لازمو او اړینو توکو او ګڼو نورو برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د هلمند دکرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر مولوي محمد عمر ابویاسر د یادو شرکتونو د رییسانو او مسؤلینو غوښتنې واورېدې او د کرنې ریاست له لوري یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او دوی یې وهڅول ترڅو په دې برخه کې لا زیاته پانګونه وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۳۷
Background image

زابل کې  پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (اف‌جي‌اې) مؤسسې په تخنیکی همکارۍ ددې ولایت  ۵۴۵ مستحقو بزګرانو ته د جوارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۱۴
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د «ټیلو» مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د ځمکو چارو آمر مولوی تاج محمد زنداني او د کرنې ریاست مرستیال مولوی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۱۴
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د بدخشان د کرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم بدخشان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د کرنې ریاست له کارکوونکو. . .

بازگشت