د افغانستان د اقلیمي او کرنیزې احصایې او د انجوګانو د فعالیت لارښود دکرنې له وزیر سره شریک شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۹:۹
د افغانستان د اقلیمي او کرنیزې احصایې او د انجوګانو د فعالیت لارښود دکرنې له وزیر سره شریک شو

د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست مسوولینو د انجوګانو د فعالیتونو د تنظیم او د افغانستان هوا پېژندنې، للمي او اوبیزو کروندو لارښود  او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزیر مولوي عطاء الله عمري سره شریکې کړې. 
دغه دوه لارښود د پلان جوړونې او کرنیزې احصایې او معلوماتو دتنظیم مسلکي کارکوونکو له خوا ترتیب شوې وه، چې  نن د کرنې وزیر ته په تفصیلي پریزنټیشن کې وړاندې شو.
په دغو لارښودونو کې د افغانستان د جغرافيايي سيمو د پېژندنې څرنګوالي، ځنګلي سیمو، اوبیزو ځمکو، للمي ځمکو، څړځایونو، د انجوګانو، مؤسسو او بهرنیو دفترونو  فعالیت څرنګوالي په موخه بحث شوی دی.
اړوندو مسوولینو وویل، چې د دې لارښوونو د چمتو کولو موخه د روڼتیا، اغېزمنتیا رامنځته کول، د انجوګانو په فعالیتونو کې اسانتیا او د افغانستان د کرنې تر پوښښ لاندې کښتونو مشخص کول دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د دغو لارښوونو د وړاندې کولو پر مهال د دغو لارښوونو د تنظیم کوونکو ستاینه وکړه او په ځینو مواردو کې یې د انجونو د مکلفیتونو د ښه والي او روښانه کولو په اړه خپل نظرونه شریک کړل، تر څو په کې شامل شي.
په دې غونډه کې د دفتر رییس ملا محمد حسین خورشید، د کرنیزې احصایې رییس ملا محمد احسان صالح، د نظارت او ارزونې رییس مولوی امان الله شاهي، د کرنیزو چارو سلاکار شفیع الله مهمند او د کرنې وزارت د پلان سلاکار حسن خان عزیزي شتون درلود.

رهنمود تنظیم فعالیت انجوها و احصایه زراعتی و اقلیمی افغانستان با وزیر زراعت شریک شد
مسوولان ریاست پلان و پالیسی رهنمود تنظیم فعالیت انجوها و پیدا کردن ساحات تحت کشت آبی و للمی و ارقام هواشناسی افغانستان را با مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری شریک نمودند.
این دو رهنمود از سوی  کارمندان مسلکی ریاست احصایه و تنظیم معلومات زراعتی و متخصصان  بخش پلان ترتیب و امروز طی پریزنتیشن مفصل به وزیر زراعت ارایه گردید.
در این رهنمودها در مورد چگونگی شناسایی ساحات جغرافیایی افغانستان؛ مناطق جنگلی، کوهی، زمین‌های آبی، زمین‌های للمی، علفچر، فعالیت‌ انجوها، موسسات و دفاتر خارجی بحث شده بود.
مسوولان مربوطه هدف از تهیه این رهنمودها را ایجاد شفافیت، موثریت، سهل سازی فعالیت‌های انجوها و مشخص سازی ارقام تحت پوشش زراعتی افغانستان عنوان کردند.
در جریان پیشکش کردن این رهنمودها مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری از ترتیب کننده‌گان این رهنمودها تقدیر نموده و در بعضی موارد نظریاتش را در مورد بهتر شدن و مشخص سازی مکلفیت‌های انجوها شریک نمود تا در آن گنجانیده شود.
در این مجلس ملامحمدحسین خورشید رئیس دفتر، ملامحمداحسان صالح رئیس احصایه زراعتی، مولوی امان الله شاهی رئیس نظارت و ارزیابی، شفیع‌الله مهمند مشاور امور زراعتی و حسن خان عزیزی مشاور پلان وزارت زراعت حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

بازگشت