د کرنیزو محصولاتو په دېرشم نندارتون کې له سوداګر سره د سوداګر د لیدنې پروګرام دائر شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۰:۲
د کرنیزو محصولاتو په دېرشم نندارتون کې له سوداګر سره د سوداګر د لیدنې پروګرام دائر شو

سوداګر سره د سودالګر د لیدنې پروګرام د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کرنې سکتور او د کرنې او مالدارۍ خونې یو شمېر رییسانو، سلاکارانو، د خصوصي سکتور متشبثینو او بزګرانو په شتون کې د بادام باغ د کرنیز نندارتون په څنډه کې دائر شو.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د «بي ټوبي» پروګرام کې خبرې وکړې او ویې ویل: «خوښ یم چې د نندارتون په وروستۍ ورځ کې ګډون کوو او الحمدلله چې نندارتون په امن او بریالۍ فضا کې ترسره شو، دا پروګرام د سوداګرو او بزګرانو د لیدنې په پار جوړ شوی ترڅو یوبل سره لیدنه وکړي او د یوبل له کاروبار څخه خبرشي. زموږ خلک په تېرو ۴۵ کلونو کې ډېرې ستونزې او کړاوونه ګاللي دي او ډېر کار او خدمت ته اړتیا لري، هڅه کوو چې په هره برخه کې د خلکو خدمت وکړو، د نندارتون له ټولو ګډونوالو څخه د زړه له کومې مننه کوو، هره ورځ په دې اړه فکر کوو، چې خلکو لپاره باید څه وکړو، ترڅو دوی ته اسانتیاوې رامنځته شي. اړتیا ده چې نارینه او ښځینه سره یوځای کار وکړو او د ځان بسیاینې په لور لاړ شو.»
ورپسې د غونډې برخه والو د خپلو کارونو د ښه والي او په دولتي چارو کې د اسانتیا راوستلو په موخه خپلې ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه مطرح کړل او د کرنې وزارت د مرستیال له خوا د دوی پوښتنې او نظریات ځواب شول.
د دغه پروګرام په پای کې د یو شمېر کرنیزو او مالدارۍ شرکتونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.


برنامه دیدار تجار با‌ تجار در سی‌ومین نمایشگاه محصولات زراعتی دایر شد 
برنامه دیدار تجار با تجار با حضور داشت مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، شماری از روسا، مشاوران سکتور زراعت و اتاق زراعت و مالداری، دهقانان متشبثین سکتور خصوصی اشتراک کرده در نمایشگاه زراعتی بادام باغ دایر گردید.
معین زراعت و مالداری در محفل بی تو بی سخنرانی نموده گفت«خوشحالم که در روز آخر نمایشگاه اشتراک می‌کنیم و الحمدلله نمایشگاه در فضای امن و موفقانه سپری شد، این برنامه هم برای دیدار تاجران و دهقانان دایر شده تا باهم ببینند و از کار و‌ بار یکدیگر باخبر شوند، مردم ما در ۴۵ سال گذشته تکلیف‌های زیادی دیده اند و نیاز به کار  و خدمت دارند، کوشش‌ داریم که برای مردم به هر شکلی که شده خدمت کنیم، از تمام اشتراک کننده گان نمایشگاه از قلب تشکری می‌کنیم، هر روز به این فکر هستیم که چه کاری برای مردم کنیم تا برای شان سهولت بیاید، نیاز است زن و‌ مرد مشترک کار کنیم و برویم‌ به سمت خود کفایی».
بعدا اشتراک کننده گان مشکلات، نیازمندی‌ها و پیشنهادات خویش را به منظور پیشرفت کار شان و آوردن سهولت‌ها در امورات دولتی مطرح ساختند و از طرف معین وزارت زراعت به سوالات و‌ نظریات شان پاسخ داده شد.
در اخیر این برنامه قرار داد همکاری میان چند شرکت زراعتی ‌ و مالداری به امضا رسید.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت