اروزګان ولایت ته د کرنې وزارت د بشري منابعو د پلاوي سفر

user-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۴:۱۴
اروزګان ولایت ته د کرنې وزارت د بشري منابعو د پلاوي سفر


۱ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو ریاست یوه پلاوي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کارکوونکو د ارزونې په موخه اروزګان ولایت ته سفر وکړ.
دغه پلاوی د کرنې، اوبولګولو او اوبو لګولو وزارت د رهبرۍ په سپارښتنه د کارکوونکو د کړنو د ارزونې او سوانحو آمر محمد هارون ځدراڼ په مشرۍ د اروزګان ولایت د کرنې ریاست د کارکوونکو د کړنو د ارزونې، د کارکوونکو د بشري سرچینو چارو ته د رسېدنې او د اروزګان ولایت دکرنې ریاست د ۱۴۰۳ یم کال تشکیلاتو د پروسې بشپړولو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
دغه پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې اروزګان ولایت ته د خپل سفر موخه د کرنې ریاست له کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال څرګنده کړه او په اړوندو برخو کې د دغه ولایت د کرنې له رییس او کارکوونکو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د اروزګان ولایت د کرنې ریاست مسوولینو د یاد پلاوي د کاري بهیر په پلي کولو کې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړل.

سفر هیئت ریاست منابع بشری وزارت زراعت به  ولایت ارزگان
۱ ثور ‍۱۴۰۳ هـ.ش
هیئتی از ریاست منابع وزارت زراعت، آبیاری و مالداری این وزارت به منظور ارزیابی کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالدرای ولایت ارزگان به آن ولایت سفر کردند.
این هیئت مطابق به هدایت رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالدرای به  سرپرستی محمد هارون زدارن آمر ارزیابی اجراات کارکنان و سوانح  به منظور تکمیل پروسه ارزیابی    اجراآت، رسیده گی به امور منابع بشری کارمندان، تشکیلات برای سال ۱۴۰۳ در ریاست زراعت ولایت ارزگان به آن ولایت سفر نمودند.
هیئت متذکره در جریان این سفر طی جلسه‌ای با کارمندان ریاست زراعت ولایت ارزگان هدف سفرشان به آن ولایت را بیان کرده و خواستار همکاری رییس و کارمندان زراعت آن ولایت در بخش‌های مربوطه شدند.
در همین حال مسوولان ریاست زراعت ولایت ارزگان اطمینان همکاری لازم را جهت تطبیق پروسه های کاری هیئت متذکره سپردند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۳
Background image

کندهار کې د کرنیزو درملو د قاچاق مخه ونیول شوه؛ ۱۵ کارټنه ناقانونه مواد ضبط شول

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې د باغ‌پُل په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار کندز ته د تخنیکي پلاوي سفر

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د خوست نادرشاه کوټ کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت