لغمان کې د ځنګلونو او څړځایونو خوندیتوب په پار نهو ټولنو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۱:۳۴
لغمان کې د ځنګلونو او څړځایونو خوندیتوب په پار نهو ټولنو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شو

۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
لغمان کې د ځنګلونو او څړځایونو خوندیتوب په پار نهو ټولنو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لغمان مرستیال والي ملا عزیز الله حقیار، دکرنې وزارت د ځنګلونو د تنظیم رییس محمدامان امانیار، د څړځآیونو د تنظیم رییس سیداحمد خالد صاحب زاده، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن، د ټولنې مشرانو او یوشمېر نورو چارواکو ګډون کړی ؤ.
د لغمان مرستیال والي ملا عزیز الله حقیار د طبیعي سرچینو د ګټو او د هغو د ساتنې اړوند معلومات ورکړل، وې ویل چې لغمان کې امنیت ښه دی، ډېرو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی دی او له طبیعي سرچینو ښه ساتنه روانه ده. 
په دې غونډه کې د لغمان دکرنې الحاج مولوی محمد ولي محسن رییس وویل، چې ددې ولایت طبیعي سرچینو ته پوره پاملرنه کېږي، هیچاته اجازه نه ورکول کېږي، چې دغه طبیعي شتمني تخریب او یا په خپل سر ترې استفاده وکړي. ښاغلی محسن وویل، چې د ځنګلونو او څړځایونو ساتنې او بیارغونې په پار هلې ځلې کوي.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د ځنګلونو د تنظیم رییس محمد امان امانیار او د څړځایونو د تنظیم رییس سیداحمدخالد صاحبزاده د ځنګلونو د ساتنې، اهمیت، ګټو، د بوټو د اهلي کولو، د اقلیم د بدلون او نورو مهمو برخو اړوند معلومات ورکړل.
د ټولنو په استازيتوب عزیز الله خبرې وکړې وې ویل چې لغمان کې به له ځنګلونو او څړځایونو ښه ساتنه کوي، هڅه کوي، چې د قومي خلکو په مرسته له داسې ځایونو ساتنه وکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت