بادام باغ کې دکرنې وزارت له ریاستونو څخه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال لیدنه

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۰:۶
بادام باغ کې دکرنې وزارت له ریاستونو څخه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال لیدنه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغا جان آخند «حاجي سالم» د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو د فعالیتونو د څارنې او ارزونې په موخه د کابل بادام باغ څېړنیز فارم کې د دغه وزارت له ریاستونو څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کرنیزو څېړنو د انستیتوت له لوی ریاست او دغه راز د مالدارۍ د څېړنو، توافقي څېړنو، دخاورې پېژندنې، د بوټو ساتنې، د کرنیزې میکانیزې ریاستونو او د کرنیزو محصولاتو د زېرمې د ګدامونو څخه لیدنه وکړه او د یادو برخو د چارواکو راپورونه یې واورېدل.
د یادو ادارو مسوولینو د خپلو فعالیتونو، کړنو او لاسته راوړنو په اړه مالي او اداري مرستیال ته معلومات ورکړل او د چارو د ښه والي او د خپلو فعالیتونو د پراخولو په برخه کې یې د کرنې وزارت له مشرتابه څخه د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال یادو ریاستونو څخه د لیدنې په ترڅ کې اړوندو مسوولینو ته د انسجام، د همغږۍ د پیاوړتیا، د مراتبو رعایت او د چارو د ښه والي په برخه کې لازمې سپارښتنې ورکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې خپل مسوولیتونه په پوره ایماندارۍ او صداقت ترسره کړي.

بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست‌های این وزارت واقع بادام باغ 
۳ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
ملا آغا جان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور نظارت از فعالیت‌های ریاست‌های مرکزی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از ریاست‌های این وزارت واقع در فارم تحقیقاتی بادام باغ کابل بازدید کرد.
در جریان این بازدید معین مالی و اداری از ریاست‌های عمومی انستتیوت تحقیقات زراعتی و ریاست‌های تحقیقات مالداری، تحقیقات توافقی، تحقیقات خاک شناسی، حفاظه نباتات، میکانیزه زراعتی و گدام‌های ذخیره محصولات زراعتی بازدید کرده و گزارش مسوولان آن را استماع نمود.
مسوولان ریاست‌های متذکره در مورد فعالیت‌ها، کارکردها و دستاورهای شان به معین مالی و اداری معلومات اراییه کرده و خواستار توجه بیشتر رهبری وزارت زراعت در بهبود امور و گسترش فعالیت‌های شان شدند.
در همین حال معین مالی و اداری در جریان بازید از ریاست‌های متذکره هدایات لازم را جهت انسجام، تقویت هماهنگی، رعایت سلسله مراتب و بهبود امور به مسوولان مربوطه سپرده و از آنها خواست که مسوولیت‌های شان را با ایمانداری و صداقت به پیش ببردند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۶:۰
Background image

کابل کې د امام ابوحنیفه د ملي او نړۍوال نندارتون په پرانیسته کې د کرنې وزیر ګډون

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د امام ابو حنیفه د څلورم ملي او نړۍوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې چې د کابل په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

کندز کې پر یوشمېر مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو وېش تر سره شو


۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د «داکار» دفتر په همکارۍ او د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د کندز د مرکز او چهاردرې ولسوالۍ ۱۴۰ تن مالدارانو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هلمند نوزاد کې یو چکډېم جوړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوزاد ولسوالی په غوریانو سیمه کې یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد. . .

بازگشت