کرنې وزارت کې د داخلي بودیجې د کمیټې څلورمه غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۲:۴۵
کرنې وزارت کې د داخلي بودیجې د کمیټې څلورمه غونډه دائره شوه

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې وزارت داخلي بودیجې کمیټې څلورمه غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاء الدین واقف په مشرۍ جوړه شوه، چې د دغه وزارت د سکتوري ادارو رییسانو او د مقام سلاکارانو په کې ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د مالیې وزارت د پلان او پالیسۍ معینیت سره د یو شمېر اختیاري نویو پروژو د نومونو د اصلاح په موخه د غونډو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه، چې د کمیټې ټولو غړو اصلاح شوي نومونه تائید او په رسمي ډول یې د مالیې وزارت سره شریک کړل.
د داخلي بودیجې د کمیټې رییس مولوي ضیاءالدین واقف د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «د اوسنیو پروژو او هغو پروژو لپاره چې په دې وروستیو کې یې طرحې له مالیې وزارت سره شریک شوي دي، د قناعت وړ او مؤثره دفاعیه باید ترتیب شي. ترڅو وکولای شو، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروژو په اړه د مالیې وزارت قناعت ترلاسه  او د کرنې وزارت د اړتیاو او لومړیتوبونو سره سم په 1403 مالي کال کې کافي بودیجه ترلاسه کړو او هغه ستونزې، چې په ۱۴۰۲ کال کې مو د بودیجې د نشتوالي له وجې درلودې حل کړو تر څو له دې لارې د هېواد دکرنې او مالدارۍ په سکټور کې د انډولیزې پراختیا زمینه برابره کړو.
د یادولو وړ ده، چې د مالیې وزارت د عوایدو وړاندیز شوی طرحه، چې د مالي او حسابي ریاست د عواید د تنظیم آمریت او د مالیې وزارت د غیر مالیاتي عوایدو د ریاست له خوا نهايي شوی و، د مالیې وزارت د مشرتابه له خوا په ځینو بدلونونو سره تائید شوی دی، چې په نږدې راتلونکي کې به په راتلونکو پنځو کلونو کې د دغه وزارت د پنځه میلیارده افغانیو د عوایدو پلان د دواړو وزارتونو د مشرتابه له خوا لاسلیک او عملي شي.

چهارمین جلسه کمیته داخلی بودجه در وزارت زراعت برگزار شد
۱۸ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش
 چهارمین جلسه کمیته داخلی بودجه به ریاست مولوی ضیاء الدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و با حضور داشت روئسای ریاست‌های سکتوری و مشاورین مقام این وزارت برگزار شد.
در این جلسه راجع به جلسات که غرض اصلاح نام یک تعداد پروژه‌های جدید اختیاری با معینیت پلان و پالیسی وزارت مالیه صورت گرفته بحث و تبادل نظر صورت گرفته که همه اعضای کمیته نام‌های اصلاح شده را تائید و رسماً با وزارت مالیه شریک ساخت شد. 
مولوی ضیاء الدین واقف رئیس کمیه داخلی بودجه تاکید بر تسریع امورد کرده افزود" برای پروژه های جاری فعلی و پروژه‌های که جدیداً طرح‌های آنها با وزارت مالیه شریک ساخته شده دفاعیه قناعت بخش و موثر ترتیب گردد تا بتوانم راجع به پروژه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری قناعت وزارت مالیه را حاصل نموده و در سال مالی ۱۴۰۳ بودجه کافی مطابق ضرورت و اولویت‌های وزارت زراعت بدست آوریم و تمام مشکلات که به علت نبود بودجه در مالی ۱۴۰۲ داشتم را حل نمایم تا از این طریق زمینه انکشاف متوازن را در سکتورهای زراعت و مالداری کشور فراهمه نماییم.
قابل ذکر است که طرح پیشنهادی عواید وزارت که توسط آمریت تنظیم عواید ریاست مالی و حسابی و ریاست عواید غیر مالیاتی وزارت مالیه نهایی گردیده بود با اندکی تغیرات در پروپول مصارفی آن از جانب رهبری وزارت مالیه مورد تائید قرار گرفته که در آینده نزدیک طرح عواید ۵ ملیارد افغانی این وزارت در پنج ساله آینده توسط رهبری  هردو وزارت به امضاء رسیده و تطبق می‌گردد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت