فراه کې پر نږدې ۲۰ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۴:۷
فراه کې پر نږدې ۲۰ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د فراه ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي ملاتړ ددې ولایت د مرکز په ګډون په یوشمېر ولسوالیو کې پر ۱۹۵۸۰ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
دغه مرستې د فراه دکرنې ریاست په همغږۍ، په فراه کې د ملګرو متلونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د همکارو مؤسسو په تخنکي همکارۍ ددې ولایت دمرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پر مستحقو بزګرنو وېشل شوي دي.
باید وویل شي، چې یاد بزګران د سروې له مخې اړمن پېژندل شوی وو چې د مرستو تر څنګ ورته د کرکیلې اړوند لازمې لارښوونې هم شوی دی، په یادو مرستو کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو  توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره ورکړل شوي دي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې د ۲.۹ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د میدان وردګو ولایت کرنې ریاست کې د شنو خونو د جوړولو کار پیل شو

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د میدان وردګو ولایت د کرنې په ریاست کې د شنو خونو د جوړولو چارې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۸
Background image

ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په بېلا بېلو برخو کې پروژې پلي کېږي

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو او د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» د. . .

بازگشت