کابل کې د قرنطیني آفتونو د کنټرول او فومیګېشن شرکت پرانیستل شو

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۹:۲۶
کابل کې د قرنطیني آفتونو د کنټرول او فومیګېشن شرکت پرانیستل شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ د "خالد زیبر" په نوم د قرنطیني آفتونو د کنټرول او فومیګېشن شرکت، د کرنیزو محصولاتو د فومیګېشن او د قرنطیني آفتونو د کنټرول په موخه د کابل ښار د نهمې ناحيې په صنعتي پارکونو کې پرانیستل شو.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د دغه شرکت په پرانیست غونډه کې وویل: "په ټول افغانستان کې امنیت تأمین ده، سوداګرو او خصوصي سکتور دې خلکو ته په صادقانه توګه خدمت وکړي، د افغانستان خلک خدمت ته اړتیا لري."
دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني دغه راز د کرنې په وزارت کې د پانګونې د اسانتیا لپاره د یوې کړنلارې د جوړولو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "موږ یوه هراړخیزه کړنلاره رامنځته کوو، تر څو پر بنسټ يې وکولای شو چې پانګوالو او سوداګرو ته د کار او پانګونې زمینه برابره کړو او له دې لارې د کرنې او نورو برخو کې د پانګوالو پر وړاندې پرتې ستونزې او خنډونه له منځه یوسو."
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم د مېوو او نباتاتو د آفتونو او ناروغیو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د کرنیزو محصولاتو په معیاري کولو سره به د صادراتو کچه لوړه او دخپل هېواد کرنیز محصولات په لوړ کیفیت بهرنیو هېوادونو ته صادر کړو ترڅو د کرنیزو محصولاتو کیفیت خوندي او نړیوال معیارونه پوره شي."
د دغه شرکت په برانیست غونده کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د دغه شرکت استازي ذکریا نوري، د کرنې وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم، د مېوو د ټولنې رییس حاجي اختر، د سبو د ټولنې رییس حضرت ولي، يو شمېر سوداګرو او خبريالانو برخه اخيستې وه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ملي او نړیوالو سوداګرو ته د پانګونې زمینه برابره او لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

یک شرکت فومیگیشن و کنترول آفات قرنطینی در کابل افتتاح شد
 ۳ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش
یک شرکت فومیگیشن و کنترول آفات قرنطینی به نام "خالد زیبر" به منظور فومیگیشن  یا تعقیم کاری محصولات زراعتی و قرنطین کنترول آفات به همکاری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در ناحیه نهم شهر کابل واقع پارک‌های صنعتی افتتاح شد
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در افتتاح این شرکت گفت:« امنیت در سراسر افغانستان تآمین است تاجران و سکتور‌های خصوصی به مردم صادقانه خدمت کنند، مردم افغانستان نیاز به خدمت دارند». 
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری همچنان از ساخت یک طرزالعمل جهت ایجاد سهولت برای سرمایه گذارن در وزارت زراعت سخن زده افزود: یک طرزالعمل جامع را می‌سازیم تا بتوانیم مطابق آن به سرمایه گذاران و تاجران زمینه کار و سرمایه گذاری را فراهم بسازیم و از آن طریق به مشکلات و موانع سد راه سرمایه گذاران سکتور زراعت وسیار بخش‌ها رسیده گی نماییم".
در همین حال انجنیر عتیق الله مسلم رییس حفاظه نباتات و قرنطین وزارت زراعت روی آفات و امراض میوه جات و نباتات صحبت کرده گفت: با معیاری ساختن محصولات زراعتی صادرات را افزایش داده و با کیفیت بلند محصولات زراعتی کشور خود را به خارج صادر می نماییم تا هم کیفیت محصولات حفظ شود و هم معیاری های جهانی برآورده شود".
درافتتاح این شرکت مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، ذکریا نوری نماینده شرکت، انجنیر عتیق الله مسلم رئیس حفاظه نباتات و قرنطین وزارت زراعت،  حاجی اختر رئیس اتحادیه میوجات و حضرت ولی رئیس اتحادیه سبزیجات، شماری از تاجران و خبرنگاران اشتراک نموده بودند.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد که زمینه سرمایه گذاری را برای تاجران ملی و بین المللی در سکتور زراعت و مالداری مهیا و سهولت های لازم را برای آنها فراهم نماید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت