میدان وردګ کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۰:۱
میدان وردګ کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۶ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي ملاتړ او د مسلکي روزنې او بیارغونې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز په ګډون په څلورو ولسوالیو کې پر ۳۷۰۰ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
دغه مرستې د میدان وردګو دکرنې ریاست، په میدان وردګو کې د ملګرو متلونو دخوړو او کرنې ادارې مسوول، د مسلکي روزنې او بیارغونې مؤسسې مسؤلینو او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پر یادو بزګرانو ووېشل شوې.
له دې مرستې څخه د میدان وردګو ولایت مرکز د میدان ښار ۵۰۰، د مرکزي بهسود ولسوالی ۸۰۰، د سیدآباد ولسوالی ۱۵۰۰ او د چک ولسوالی ۹۰۰ بزګران برخمن شوي دي.
باید وویل شي، چې یاد بزګران د سروې له مخې اړمن پېژندل شوی وو چې د مرستو تر څنګ ورته د کرکیلې اړوند لازمې لارښوونې هم شوی دی، په یادو مرستو کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو  توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره ورکړل شوي دي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د شولګرې ولسوالی په کچه د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۰
Background image

دهلمند ولایت شمالي ولسوالیو کې ویالو سروې او د قدرتي سرچینو د تثبیت چارې روانې دي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د قدرتي سرچینو آمریت فني کارکوونکو د شمالي ولسوالیو د زابرانو، ځنګلونو او څړځایونو د. . .

بازگشت