دکرنې وزارت د ځمکو چارو رییس د ملا تره خېل په ښارګوټي کې د دې ادارې د سروې ټيمونو له کارونو او فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۴:۲۶
دکرنې وزارت د ځمکو چارو رییس د ملا تره خېل په ښارګوټي کې د دې ادارې د سروې ټيمونو له کارونو او فعالیتونو څخه لیدنه وکړه


۲۵ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو رییس مولوي محمود مظلوم او مل پلاوي د ملا تره خېل په ښارګوټي کې د دې ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت ریاست د سروې ټیمونو له کارونو او فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رییس مولوي عبدالصمد پاڅون، د ځمکې ریاست د کدستر آمر انجنیر احسان الله الهام، د کرنې وزارت مالي څانګې سلاکار شیخ رحمت الله او د ځمکو چارو رياست تخنیکي سلاکار محمد ظاهر سلطاني د ځمکو چارو رییس ملتیا کوله.
ددې لیدنې په ترڅ کې دکرنې وزارت د ځمکو چارو رییس مولوي محمود مظلوم د اراضۍ ریاست د سروې ټیمونو هڅې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل چې په یاد ښارګوټي کې د کورونو د سروې چارې ګړندۍ کړي ترڅو دا پروسه ژر تر ژره او په خپل وخت بشپړه شي.
دغه راز د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت ریيس مولوي عبدالصمد پاڅون او د دې رياست ټولو ټیمونو د ځمکو چارو له رییس څخه د ده حضور په سیمه کې او د دوی د فعاليتونو څخه د ليدنې له امله مننه وکره او په خپلو دندو کې د لا ښه والي په موخه او همدارنګه د کار د چټکتيا لپاره یې خپل نظریات د اراضۍ ریاست له عمومي رییس سره شریک کړل. 
په پای کې د اراضۍ ریاست مشر د کارکوونکو د خبرو له اورېدو وروسته هغوی سره د هر ډول همکارۍ ترڅنګ ټینګار وکړ، چې تل به دغه ښارګوټي ته راځي او په خپله به د کار بهیر له نږدې څېړي او که د کارکوونکو په دندو کې ستونزې وي هغه ته په عاجله توګه رسېدنه کېږي.
نوموړي همدا راز د سروې له ټولو ټیمونو څخه وغوښتل چې د خپلو فعالیتونو په برخه کې که له کومې ستونزې سره مخامخ کیږي نو موضوع دې د اراضۍ له مقام سره شریکه کړي.
د ملا تره خېل ښارګوټی ټول ټال په ۳۵۸۰۰ جریبه ځمکه باندې جوړ شوی چې له دې ډلې څخه ۱۰۸۰۰ جریبه د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ او ۲۵ زره جریبه د کابل ښار په ۲۱ ناحیه پورې اړه لري، چې د دغه ریاست د تصفيې ټیمونو له سروې وروسته د یاد ښارګوټي ټوله ځمکه امارتي تثبیت شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۱۶
Background image

دهلمند ولایت کرنې ریاست اړوند څېړنیز فارم کې لسګونه کرنیزې تجربې تر لاس لاندې دي

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د بولان څېړنیز فارم کې د نوي کال له پیل سره سم بېلابېلې کرنیزې چارې په منظم ډول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

پکتیا کې د عشر او زکات کارکوونکو ته ۱۵ موټرسایکیلونه ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د میدان وردګو د بهسودو لومړۍ ولسوالی کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونه جوړېږي

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د بهسودو لومړۍ ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د. . .

بازگشت