پکتیا کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۰:۳۶
پکتیا کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دپکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام په مالي او د پاملرنې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د زرمت ولسوالی د سهاک درنګ په سیمه کې د ۱۰ متره په اوږدوالی سربند او د ۱۲۳ متره په اوږدوالی د یوې استنادي دېوال پروژې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست استازي، د خوړو نړیوال پروګرام ولایتي چارواکو د دیادې سیمې قومی مشرانو، بزګرانو، ځوانانو، او د همکارې مؤسېسې مسؤلینو شتون درلود.
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په استازیتوب انجنیر صالح محمد د خپلو خبرو په ترڅ کې د اوبو په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د یاد سربند او استنادي دېوال به جوړېدو سره به ددې ولسوالی دکرنې په سکټور کې د پام وړ بدلون رامنځته شي. ښاغلی محمد د تمویلوونکي ادارې او همکارۍ مؤسسې څخه وغوښتل، چې د پکتیا ولایت په نورو سیمو کې دې هم ورته پروژې پلي کړي.
د پکتیا دکرنې ریاست استازی دغه راز د  تطبیق کوونکي پروژې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د پروژې دچارو په بشپړېدو کې خپلې هڅې ترسره کړي، په ورته وخت کې هغه د سیمې له خلکو وغوښتل چې د پروژې په ساتنه کې بشپړه همکاري وکړي نوموړی د سیمې خلکو ته ډاډ ورکړ چې هڅه کوي ترڅو د همکارو مؤسسو له لارې د اوبولګولو پروژو سربېره د سبو او غله جاتو په برخو کې داصلاح شویو تخمونو دتوزیع پروګرامونه پلي کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت