ننګرهار کې نږدې ۱۳۰ زره څارویو ته د واکسینونو پلي کولو چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۳:۲۸
ننګرهار کې نږدې ۱۳۰ زره څارویو ته د واکسینونو پلي کولو چارې پیل شوې

١۵ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې له لورې په ۲۱ ولسوالیو دره نور، حصارک،  شېرزاد، خوږیانو،  سرخ رود،  پچیراګام، رودات، هسکه مېنه، کوټ، اچین، نازیان، شینوارو کوزکونړ، کامه، مومندره، بهسود، لعلپوره، ګوشته، سپین غر او دور بابا کې وړو شخوند وهونکو څارویو ته د لیونتوب او انترکس  واکسینونونو د تطبیق لړۍ پیل شوې ده.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د هالینډ کمیټې له لورې د ۳۰ زره ډالرو په ارزښت  ۱۲۹ زره او ۲۲۵ ډوزه واکسینونه وړو شخوند وهوونکو څارویو ته پلي کېږي. 
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې یادو واکسینونو کې  به  ۹۲ زره او ۱۲۵ دوزه د څارویو دلیونتوب ناروغۍ او ۳۷ زره او ۱۰۰ دوزه به د انترکس ناروغي واکسینونه تطبیق شي.
دغه راز یادو واکسینونه په وړو څارویو کې د ناروغیو مخنیوی او د څارویو لرونکو اقتصادي ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي.
وړاندې تردې هم د هالینډ کمیټې له لورې دننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې زرګونه څارویو ته د  لېونتوب واکسینونه تطبیق کړي؛ او په راتلوونکي کې به هم یاد واکسینونه تطبیق شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت