پکتیا ته دکرنې وزارت د پلاوی سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۴:۷
کرکیلې ته د شاړو ځمکو چمتو کولو په پار د ننګرهارکانال شرکت کې داوطلبۍ ترسره شوه  ۸ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش ١۶جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوندو شاړو ځمکو ابادولو په پار یې هلې ځلې پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې د یاد شرکت اړوند د درېیم فارم د دویم او شپږم بلاکونو ځمکې داوطلبۍ ته وړاندې شول. د داوطلبۍ یاده پروسه د ننګرهار کانال شرکت ریيس مولوي غلام الرحمن کظيم په مشرۍ د کرنيزو چارو سلاکار انجنير جميل خوشحال، د دفتر امر قاري شکيل احمد ذاهب خېرخواه، د پېرېدونکو د خدمتونو امر دوک

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١۶جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې رییس مولوی عبدالرؤف سعید سره وکتل.
په دې کتنه کې، دکرنې وزارت د حق مالکیت د تثبیت پلاوی د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید ته دخپل سفر موخې بیان کړل او زیاته یې کړه: «موږ راغلي یو ترڅو د ترانسپورت ریاست لپاره د لویو موټرونو د تم ځای ځمکه تثبیت او له تثبیت څخه وروسته ترانسپورت ریاست ته انتقال شي.»
په همدې حال کې د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید یاد پلاوي ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یی کړه، چې په دې سره به د پکتیا په مرکز کې د هغو لویو موټرونو ستونزې هوارې شي، چې ګڼه ګوڼه یې رامنځته کړي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

بازگشت