هلمند کې د پستې ۵۰ جریبه بڼونه جوړیږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۱۴:۵۷
هلمند کې د پستې ۵۰ جریبه بڼونه جوړیږي

۲۳ وږی ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، ټاکل شوې چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالداررۍ ملي برنامې «NHLP» او د «مرسي کور» بدیل معیشت پروګرام له لارې ځمکوالو او بڼوالو ته د پستې ۵۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي ددې پروسې په لړ کې په دې ولایت کې د پستې ۵۰ جریبه نوی بڼونه جوړیږي.
ښاغلي الکو زیاته کړه، چې په همدې موخه د کرنې ریاست له خوا د مرسي کور دبدیل معیشت پروګرام په همکارۍ د مرکز لښکرګاه او نهرسراج ولسوالیو څه باندې ۱۰۰ تنو بڼوالو او ځمکوالو ته د پستې نیالګیو د پیوند په پار روزنیز پروګرام په لاره واچول.
ګډون والو ته په دې پروګرام کې د پستې نیالګیو پیوند، د ځمکې ډیزاین او نقشې او همداراز د پستې بڼونو جوړولو اړوند اړینې لارې چارې په عملي او نظري ډول وښودل شول.
په هلمند کې د پستې ۵۰ جریبه نوي بڼونه په داسې حال کې جوړیږي، چې تر دې وړاندې هم د هلمند د کرنې ریاست له خوا په دې ولایت کې د پستې ۳۱۴ جریبه بڼونه جوړې شوې دي، چې د دغو بڼونو ښې پایلې نور کروندګر هم وهڅول، چې په خپلو ځمکو کې د پستې بڼونه جوړ کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت