ننګرهار کې ۸۸ بزګرانو ته د شنو خونو په برخه کې روزنه ورکړل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۱۲:۵۲
ss

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١۴جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د اکشن ایډ مؤسسې له لورې د ننګرهار په ۷ ولسوالیو کې بزګرانو ته روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د اکشن ایډ مؤسسې د شنو خونو د برخې کارکوونکو له لورې ۸۸ بزګرانو ته روزنه ورکړل شوه.
د اکشن ایډ مؤسسې د شنو خونو مسوول انجنیر سردارولي ساحل وویل په چپرهار، پچیراګام، غني خېل، ګوشته، سرخ رود،  بهسود او روداتو ولسوالېو کې ۸۸ بزګرانو ته روزنه ورکړل شوه.
ښاغلي ساحل وایې بزګرانو ته د شنوخونو جوړولو، د ځمکي اماده کولو، ګټو،  تخم انتخاب، هرزه ګیاوو کنټرول، اوبولګولو او سرو استعمال په برخه کې روزنه ورکړل شوی دی.
دغه راز د اکشن ایډ مؤسسه د ننګرهار په ۷ ولسوالیو کې ۸۸ بابه وړي شنو خونې جوړوي، چې په نږدې ورځو کې به یې عملي چارې پیل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

بازگشت