د ننګرهار کانال شرکت؛ دهډې فارم په ۵۱۹ جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونو کرکیله پیل شو
 
              د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند د اډې فارم په ۵۱۹ جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونو تولید په پار د غنمو کرکېله پیل شوی دی.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې ددې شرکت د اډې فارم په ۵۱۹ جریبه ځمکه کې د غنمو څلور ورایټۍ لکه چونټ، میرداد، شمال کرل کېږي، چې د کرکیلې چارې یې پیل شوي دي.
 ښاغلی کظیم وویل، چې له دغو ۵۱۹ جریبه ځمکو څخه به اووه زره او ۵۰۰ ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه ترلاسه او پر کروندګرو به ووېشل شي، چې ورسره به د هېواد په کچه د غنمو حاصلات زیات او د بزګرانو اقتصادې ودې ته به زمینه برابره کړي.
ښاغلی کظیم دغه راز وویل، چې د غنمو اصلاح شوي تخمونو تولید د کانال شرکت د حاصلاتو لوړولو او عوایدو کې رغنده رول لري او هېواد د غنمو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې کوي.
