راستنېدونکو کډوال وضعیت ته د رسېدنې په پار تورخم کې د یوناما مشرې سره غونډه دائره شوه

user-admin
جمعه ۱۴۰۲/۸/۲۶ - ۱۱:۱۷
راستنېدونکو کډوال وضعیت ته د رسېدنې په پار تورخم کې د یوناما مشرې سره غونډه دائره شوه

پاکستان څخه د اجباري ایستل شویو راستنېدونکو کورنیو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات رییس په داسې حال کې، چې د کمیټو مسولینو یې ملتیا کوله په تورخم کې دیوناما مشرې روزا اوتمباوا او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) مشر فران اېکوزا سره د لیدنې پر مهال، له پاکستان څخه اجباري راستنېدونکو کورنیو لپاره د چوپړتیاوو وړاندې کولو پر پراختیا او ددې لړۍ پر چټکتیا خبرې وکړې.
 د کرنې وزارت د عشر او زکات رییس مولوي شمس الله محمد او دکمیټو مسولینو په تورخم کې له پاکستان څخه د بېرته راستنو شويو هېوادوالو په عمري مېشت غالې کې د یوناما مشري روزا اوتمباوا او  د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) مشر فران اېکوزا  او همکارانو سره يې د بېرته راستنو شويو کورنيو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو تر سره کولو په موخه خبرې وکړې او له دوی څخه یې وغوښتل، چې راستنېدونکو کورنیو سره هر اړخیزې مرستې او همکارۍ وشي.
د کرنې وزارت د عشر او زکات رییس په لنډ مهال کې بېرته راستنېدونکو کورنيو سره د خوړو، پاکو اوبو او روغتيا او په اوږدمهال کې د زده کړو، سرپناه، خوراکي توکو او نورو بنسټيزو مرستو غوښتنې وکړې.
نوموړي غوښتنه وکړه تر څو بېرته راستنېدونکو افغانانو سره بېړنۍ او په اوږد مهال کې اړينې مرستې وشي.
په همدې حال کې د کمیټو غړو او نورو مسولینو په مېشت غالې کې د شته امکاناتو، ستونزو او اړتياو په اړه معلومات وړاندې کړل.
په همدې حال کې د یوناما مشرې روزا اوتمباوا دکرنې وزارت دعشر او زکات رییس او ټولو کمیټو مسولینو څخه يې مننه وکړه، چې د بېرته راستنېدونکو کورنیو لويه څپه يې ښه مديريت کړه.
نوموړي وويل، چې دوی د نورو پروګرامونو تر سره کولو ترڅنګ بېرته راستنېدونکو افغانانو ته په لنډ مهاله اوږدمهال کې مرستو کولو ته چمتو دي. هغه زياته کړه، چې هغو بېرته راستنېدونکو افغانانو سره چې خپل هېواد ته راستنېږي د نغدې مرستې ترڅنګ د کډوالۍ نړیوالې ادارې «آی.او.ام» له لارې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستي کوي .
همدا راز ژمنه يې وکړه، چې ډېر ژر به بېرته راستنېدونکو کورنيو ته نورې مرستې جلب کړي.
وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د اجباري شړلو د بشري قوانينو خلاف پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم او کندهار له سپين بولدک بندر څخه زرګونه کسان افغانستان ته داخلېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوی په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت له څو ادارو څخه یو کمیسیون جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۵۲
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د عشر راټولولو په اړه د مرکز متون قومي مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات د راټولولو او تنظیم مسؤولینو د مرکز اړوند متون قومي مشرانو سره د همغږۍ ناسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۵۲
Background image

دهلمند د کرنې رییس او ورسره مل پلاوي د لبنیاتو د پروسس نوې رغول شوې فابریکې له چارو لیدنه وکړه

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت‌الله هدایت او ورسره مل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۴
Background image

داسنادو او کارونو څارنې په موخه د کرنې وزارت پلاوي د ننګرهار کرنې رییس سره وکتل

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د داخلي پلټنې (تفتیش) رییس مولوي محمد نصرت په مشرۍ پلاوي د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن او نورو امرینو سره د. . .

بازگشت