راستنېدونکو کډوال وضعیت ته د رسېدنې په پار تورخم کې د یوناما مشرې سره غونډه دائره شوه

user-admin
Fri, Nov 17 2023 11:17 AM
راستنېدونکو کډوال وضعیت ته د رسېدنې په پار تورخم کې د یوناما مشرې سره غونډه دائره شوه

پاکستان څخه د اجباري ایستل شویو راستنېدونکو کورنیو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات رییس په داسې حال کې، چې د کمیټو مسولینو یې ملتیا کوله په تورخم کې دیوناما مشرې روزا اوتمباوا او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) مشر فران اېکوزا سره د لیدنې پر مهال، له پاکستان څخه اجباري راستنېدونکو کورنیو لپاره د چوپړتیاوو وړاندې کولو پر پراختیا او ددې لړۍ پر چټکتیا خبرې وکړې.
 د کرنې وزارت د عشر او زکات رییس مولوي شمس الله محمد او دکمیټو مسولینو په تورخم کې له پاکستان څخه د بېرته راستنو شويو هېوادوالو په عمري مېشت غالې کې د یوناما مشري روزا اوتمباوا او  د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) مشر فران اېکوزا  او همکارانو سره يې د بېرته راستنو شويو کورنيو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو تر سره کولو په موخه خبرې وکړې او له دوی څخه یې وغوښتل، چې راستنېدونکو کورنیو سره هر اړخیزې مرستې او همکارۍ وشي.
د کرنې وزارت د عشر او زکات رییس په لنډ مهال کې بېرته راستنېدونکو کورنيو سره د خوړو، پاکو اوبو او روغتيا او په اوږدمهال کې د زده کړو، سرپناه، خوراکي توکو او نورو بنسټيزو مرستو غوښتنې وکړې.
نوموړي غوښتنه وکړه تر څو بېرته راستنېدونکو افغانانو سره بېړنۍ او په اوږد مهال کې اړينې مرستې وشي.
په همدې حال کې د کمیټو غړو او نورو مسولینو په مېشت غالې کې د شته امکاناتو، ستونزو او اړتياو په اړه معلومات وړاندې کړل.
په همدې حال کې د یوناما مشرې روزا اوتمباوا دکرنې وزارت دعشر او زکات رییس او ټولو کمیټو مسولینو څخه يې مننه وکړه، چې د بېرته راستنېدونکو کورنیو لويه څپه يې ښه مديريت کړه.
نوموړي وويل، چې دوی د نورو پروګرامونو تر سره کولو ترڅنګ بېرته راستنېدونکو افغانانو ته په لنډ مهاله اوږدمهال کې مرستو کولو ته چمتو دي. هغه زياته کړه، چې هغو بېرته راستنېدونکو افغانانو سره چې خپل هېواد ته راستنېږي د نغدې مرستې ترڅنګ د کډوالۍ نړیوالې ادارې «آی.او.ام» له لارې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستي کوي .
همدا راز ژمنه يې وکړه، چې ډېر ژر به بېرته راستنېدونکو کورنيو ته نورې مرستې جلب کړي.
وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د اجباري شړلو د بشري قوانينو خلاف پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم او کندهار له سپين بولدک بندر څخه زرګونه کسان افغانستان ته داخلېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوی په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت له څو ادارو څخه یو کمیسیون جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS