د کرنې وزارت اداري غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۱۱:۳۵
د کرنې وزارت اداري غونډه دائره شوه

۳  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اداري غونډه د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني او د کرنې وزارت د مرکزي رییسانو په ګډون دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري دفعالیتونو پر راپور وړاندې کولو ټینګار وکړ او ویې ویل:«د روان کال د فعالیتونو راپور ورکونه د راتلونکې پلان جوړونې په برخه کې مرسته کولای شي، د پراختیایي بودیجې د لګولو راپور، د پروژو د پرمختګ کچه او پایله یې باید په بشپړ ډول راپور ورکړل شي.»
په ورته وخت کې دکرنې وزیر د کرنې وزارت سکټورونو لپاره پر ځانګړې طرزالعمل خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «د طبیعي سرچینو لپاره باید کړن لاره جوړه شي، او د طبیعي او صنعتي سرچینو ترمنځ توپیر باید څرګند او طبقه بندي شي، د اوبولګولو په برخه کې د موسمي اوبو د زېرمه کولو په پار دې چکډمونه جوړ شي، چې د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت او پیاوړتیا په برخه کې د ارزښت وړ دي.»
په همدې حال کې مولوی عطاءالله عمري مدرن او عصري مالدارۍ ته د دودیزې مالدارۍ پر بدلولو، په مرکز او ولسوالیو کې د معیاري مسلخونو له لارې خلکو ته د صحې غوښې پر وړاندې کولو، د ننه په هېواد کې په معیاري او پروسس شوي بڼه د لبنیاتو او شېدو پر تولید خبرې وکړې او اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په پای کې دکرنې وزیر دکرنې او مالدارۍ په سکټور کې د ډونرانو له خوا د مرسته شويو پیسو د غوره لګولو په پار د بنسټونو، ملي او نړیوالو مؤسسو د کړنو او فعالیتونو پر څارنه ټینګار وکړ.
دغه راز، په دې غونډه کې یوشمېر رییسانو خپل اداري ستونزې وړاندي کړل او د کرنې وزارت له رهبرۍ څخه یې د یادو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ستونزو د حل، د پلانونو او طرحو وړاندې کولو او د ریاستونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه اوونیزه اداري غونډې جوړوي.

جلسه اداری وزارت زراعت برگزار شد
۳ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سرپرستی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت با اشتراک مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری و رییسان مرکزی این وزارت برگزار گردید.
 مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری دراین جلسه تاکید بر اراییه گزارش از فعالیت‌ها کرده و افزود" گزارش‌دهی فعالیت‌های سال جاری کمک می‌کند تا پلان‌گذاری برای آینده داشته باشیم، گزارش‌دهی از بودیجه انکشافی، میزان پیشرفت پروژه‌ها و نتیجه آن باید طور کامل صورت گیرد".

در عین حال وزیر زراعت از ساخت طرزالعمل مشخص کاری برای‌ سکتور های وزارت زراعت سخن زده افزود: برای منابع طبیعی طرزالعمل ساخته شود و فرق میان منابع طبیعی و صنعتی پیدا شود و طبقه بندی گردد، در بخش آبیاری چکدم‌های ذخیره آب‌های موسمی و باران ساخته شود که در مدیریت و افزایش آب‌های زیر زمینی ارزشمند است".
 در همین حال مولوی عطاءالله عمری در مورد تبدیل شدن مالداری سنتی به شکل مدرن، عرضه گوشت صحی برای مردم در مرکز و ولایات توسط مسلخ‌های معیاری، تولید شیر و لبنیات در داخل کشور به شکل پروسیس شده و معیاری نیز سخن زده و هدایات لازم را به مسوولان مربطوه سپرد.
در اخیر وزیر زراعت بر بررسی از کارکردهای و فعالیت‌های نهادها و موسسات ملی و بین‌المللی در سکتور زراعت و مالداری جهت استفاده بهتر از  پول‌های کمک شده توسط دونرها تاکید کرد.
هم‌چنان، در این جلسه شماری از رییسان به مشکلات اداری شان پرداخته و خواهان حل آن توسط رهبری وزارت زراعت شده است.
رهبری وزارت زراعت به‌منظوربهبود فعالیت‌های و حل مشکلات ریاست‌های مرکزی و ایجاد طرح‌های برای پلان گذاری آینده جلسه هفته وار را برگزار می‌نماید.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې د ۲.۹ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د میدان وردګو ولایت کرنې ریاست کې د شنو خونو د جوړولو کار پیل شو

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د میدان وردګو ولایت د کرنې په ریاست کې د شنو خونو د جوړولو چارې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۸
Background image

ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په بېلا بېلو برخو کې پروژې پلي کېږي

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو او د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» د. . .

بازگشت