د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي د قوش تېپې کانال پروژې له چارو څارنه وکړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۱۴:۳۸
د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي د قوش تېپې کانال پروژې له چارو څارنه وکړه

۱۸ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي ټیم د قوش تېپې کانال د سلاکار انجنیر محمد افضل مسعود، د کرنې وزارت انجنیر سالار اکبر په حضور کې د قوش تېپې کانال د کار له صفري نقطې څخه تر ۱۰۸ کیلومتري پورې دیاد کانال له چارو څارنه وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزارء د عالي مقام د حکم پر اساس د چارو ادارې، د کرنې، انرژۍ او اوبو وزارتونو او د ملي پرمختیايي شرکت له انجنیرانو او مسوولینو څخه جوړ تخنیکي ټیم د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې د مالي او اداري مرستیال مولوي محمد صابر المعتصم بالله په مشرۍ د اړوندو ادارو مسئولینو د قوش تېپې کانال د کار له صفري نقطې څخه تر ۱۰۸ کیلومتري پورې دیاد کانال له چارو څارنه وکړه.
د دې پروژې د لومړي فاز کار په ۱۴۰۱ کال کې پیل او د یوه کال په موده کې بشپړ شو، د دې پروژې په لومړۍ فاز کې درې برخې، کیندنه، د شګو غونډیو لرې کول او ډکول یا پرکارۍ شامل وو، چې ۹۰ سلنه پیسې یې په کېندلو لګول شوې دي، چې شاوخوا ۱۶ اعشاریه ۷ ملیارده افغانۍ کېږي، چې په لومړۍ برخه کې یې ټول لګښت شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره کېږي.
د کانال لاندینۍ برخه 85 متره ده، د کانال پورتنۍ برخه شاوخوا 122 متره ده، او د کانال دننه د اوبو لوړوالی 6 متره ده، چې د کانال د فریبورډ لپاره یو متر په پام کې نیول شوی، د اوبو سرعت په یوه ثانیه کې  1.9 متره ده او یاد کانال په یوه ثانیه کې د 650 متر مکعب اوبو ظرفیت لري.
د کانال د لومړي فاز اوږدوالی له صفري نقطې څخه تر ۱۰۸ کیلومترو پورې او د دویم فاز اوږدوالی له ۱۰۸ څخه تر ۲۳۵ کیلومترو پورې دی.
د قوش تېپې کانال د دویم فاز کار به په راتلونکو ورځو کې پیل شي.

هیئت تخنیکی وزارت زراعت از کار پروژه کانال قوش تپه نظارت کرد
۱۸ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
تیم تخنیکی وزارت زراعت، آبیاری  و مالداری با حضور انجنیر محمد افضل مسعود مشاور کانال قوش تپه انجیر سالار اکبر انجنیر وزارت زراعت از نقطه صفری الی ۱۰٨ کیلومتر کار کانال قوش تپه نظارت نمودند.
به اساس حکم مقام عالی ریاست الوزرای امارت اسلامی افغانستان تیم تخنیکی اعزامی  اداره امور، وزارت زراعت، انرژی و آب و شرکت انکشاف ملی مشتمل بر انجنیران و مسولان ادارات ذیربط تحت ریاست مولوی محمد صابرالمعتصم بالله معاون مالی و اداری اداره امورامارت اسلامی افغانستان از نقطه صفری الی ۱۰٨ کیلومتر کانال قوش تپه بازدید  به عمل آوردند.
کار فاز اول این پروژه از سال ۱۴۰۱ آغاز و در مدت یک سال تکمیل گردید بخش اول این پروژه شامل سه بخش حفاری، دور نمودن تپه‌های ریگی و پرکاری بود که ۹۰ در صد پول در حفاری به مصرف رسیده است که در حدود ۱۶ اعشاریه ۷ میلیارد افغانی هزینه مجموعی در  بخش اول به مصرف رسیده که در حدود ۲۰۰میلیون دالر می‌شود.
کف کانال ٨۵ متر ، قسمت بالایی کانال در حدود ۱۲۲ متر و ارتفاع آب در داخل کانال ۶ متر است که یک متر برای فری بورد کانال در نظر گرفته شده است، سرعت آب ۱ اعشاریه ۹ متر در ثانیه است و کانال ظرفیت ۶۵۰ متر مکعب آب را در ثانیه دارد .
طول  فاز اول کانال از نقطه صفری الی  ۱۰٨ کیلومتر و طول فیز دوم از ۱۰٨ الی ۲۳۵ کیلومتر می‌باشد.
کار فاز دوم کانال قوش تپه در روزهای آینده آغاز می‌گردد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

بازگشت