پکتیکا کې ۲۸۰ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۱۲:۱۱
پکتیکا کې ۲۸۰ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړېږي

۲۰ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د پکتیکا په چهار بران ولسوالی کې په اسیا کې د ټولنیزو خدماتو نړیوالې موسسې په تخنیکي همکارۍ ۲۸۰ تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د د نفقې پیداکولو مسولیت ور تر غاړي دي، د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړیږي.
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې  هرې ګټي اخیستونکې  ته به ۳۰ قطعې کورني چرګان، د چرګانو دانه، مرغانچي وسایل،  ابخوري او دانه خوري هم ورکول کېږي.
د چارواکو په خبره د چرګانو د ورکړي موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه هم برابره شي؛  ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.   
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو،  ناروغیو مخنیوي  د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د خوست سپېرې ولسوالی کې د اوبو مهارولو پروژې چارې پیل شوې

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د سپېرې ولسوالی په درېیو کلیو (ښنګ، تروه او ډانډکي) کې د اوبو مهارولو پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۴۴
Background image

خوست کې د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او د چارو د لا ښه والي په موخه غونډه دایره شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات عوایدو د تنظیم او محاسبې آمریت له لوري د عشر او زکات راټولولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۲
Background image

د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه. 
په دغه غونډه کې، چې د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ارزونې، استملاک او. . .

بازگشت