کندهار کې د سېلابونو او شګو د توفانونو د مخنیوي په موخه د ۳۲۰ زره نیالګیو قوریه جوړه شوه
۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د یاد ولایت په ژړۍ ولسوالی کې پر ۱۶ جریبه ځمکه د ۳۲۰ زره بې مېوې ځنګلي نیالګیو قوریه جوړه شوې ده. اوسمهال د ژړۍ ولسوالی د څړځایونو او ځنګلونو مدیریت له لوري د دغې قوریې د لا ښې ودې او پالنې لپاره جدي هڅې روانې دي.
د ژړۍ ولسوالی د څړځایونو مدیر، انجنیر عزتالله ایوبي وایي، د یادې قوریې له نیالګیو څخه وخت پر وخت څارنه کېږي او پالنه یې په سمه توګه پر مخ روانه ده. د نوموړي په وینا، په دغه قوریه کې د «شین غزي» (تاماریکس) نبات روزل کېږي چې تر ټاکلي وخت وروسته به د تختهپل ولسوالی د «رېګ روان» سیمې ته انتقال او هلته به د شګو د حرکت او د دوړو د مخنیوي لپاره وکرل شي.
چارواکي وایي، د دې پروژې اصلي موخه د شنو سیمو پراختیا، د خاورې د تخریب کمول، د زرغون چاپېریال رامنځته کول او په سیمه کې د روانو شګو او بادونو پر وړاندې د یوه قوي «زرغون کمربند» جوړول دي.
کندهار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی، چې په وروستیو کلونو کې د سختې وچکالۍ، د تودوخې د لوړېدو او د ځنګلونو د نشتوالي له امله د دښتو د پراخېدو او د ځمکې د تخریب له جدي ګواښ سره مخ شوی دی. په ځانګړې توګه د تختهپل ولسوالی د «رېګ روان» سیمه، د هېواد یو له هغو سیمو څخه ده چې د شګو د توفانونو او د روانو شګو د حرکت له امله د استوګنې کورونه، کرنیزې ځمکې او مواصلاتي لارې تر ګواښ لاندې راولي. «شین غزی» یا گز (یو له هغو ځنګلي او مقاومت لرونکو بوټو څخه دی چې د کمو اوبو او د دښتو له سخت اقلیم سره ځان عیارولی شي. د دغه بوټي رېښې خاوره په کلکه ساتي او د بادونو په وړاندې د طبیعي دېوال په توګه عمل کوي. په داسې تودو او دښتي سیمو کې د ورته لویو قوریو جوړول او د «زرغون کمربند» رامنځته کول، نه یوازې دا چې د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو مخه نیسي، بلکې د سېلابونو د ویجاړیو په کمولو او د ځمکې لاندې اوبو د سطحې په ساتلو کې هم بې ساري رول لوبوي.
