کرکیلې ته د شاړو ځمکو چمتو کولو په پآر هڅې؛ ۱۰۰ جریبه ځمکه بولې شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۵ - ۹:۵۳
کرکیلې ته د شاړو ځمکو چمتو کولو په پآر هڅې؛ ۱۰۰ جریبه ځمکه بولې شوه

د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوندو شاړو ځمکو ابادولو په پار یې هلې ځلې پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې د یاد شرکت اړوند ۱۰۰ جریبه ځمکه په اجاره ورکړل شوی دی.
د چارواکو په خبره د یو ګډ  پلاوی په شتون کې د هډې فارم لومړي بلاک اړوند (۳۷ ، ۳۸ ) نمره ځمکې کابو ۱۰۰ جریبه ځمکه بولي شوه . 
دغه بولي عزیز نوري کرنیز شرکت د ازادې او رڼې بولۍ له لارې فې جریب د کال په ۱۰۱۵۰ افغانیو ګټوونکې شو. 
د املاکو امریت د اجاره ورکونې مدیر نبي جان اغا وايي، چې دا سل جریبه ځمکه مخروبه، سنګزاره ده او دا څلورلسیزې ترې هېڅ ډول ګټه ( نه ترې کرنیزه او نه هم ترې تعمیري ) نه وه پورته شوي. 
د نوموړي په ټکو دغه اجاره اوسمهال یاد کرنیز شرکت ته د یوه کال لپاره ورکول شوی دی، د کرنې وزارت له لوري د نوي  طرزالعمل  په راتګ سره سم به هر کال د طرزالعمل له مخې کړنه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

بازگشت