کرنې وزارت د عامې روغتیا وزارت سره په بلخ کې د کرونا ویروس د تشخیص د یوه دستګاه مرسته وکړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۱۹ - ۲۰:۰
وزارت زراعت یک دستگاه تشخیص ویروس کرونا را در بلخ به وزارت صحت کمک کرد


۱۹ وری ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر اساس، د بلخ د کرنې ریاست د یاد ولایت د روغتیا له ریاست سره د PCR د تشخیص د یوه دستګاه مرسته وکړه.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست سره د یادې دستګاه مرسته د یوې هوکړې پر ساس شوي، چې د کرونا مشکوکو پېښو د تشخیص په موخه له دوه سنټرفیوژونو او یوه پایه لپ ټاپ کامپیوټر سره د بلخ عامې روغتیا ریاست ته ورکړل شوي دي.
دغه دستګاه له تجهیزاتو سره یې د بلخ د کرنې ریییس محمدسالم ساعي له خوا د والي د مرستیال په شتون کې د بلخ عامې روغتیا ریاست ته ورکړل شوې ده.
د PCR دغه دستګاه، چې د بلخ ولایت د کرنې ریاست له خوا ددې ولایت د عامې روغتیا ریاست سره مرسته وشوه، په یونیم ساعت کې کولای شي، چې ۸۰ مشکوکې نمونې تشخیص کړي، چې په لوړ وړتیا سره په دې شرایطو کې ډېرې ستونزې هوارولای شي.
په دې غونډه کې د بلخ د عامې روغتیا رییس وویل، چې ددې دستګاه په ترلاسه کولو سره، د بلخ د عامې روغتیا ریاست د شمال د نورو ولایتونو د مشکوکو پېښو د نمونو د تشخیص وړتیا هم پیدا کولای شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، په کندهار کي د توتو د حاصلاتو له رسېدو سره ګڼو کسانو ته د کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۴
Background image

میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد. . .

بازگشت