کابل ښار کې د کرنیزو درملو او کیمیاوي سرو پلورنځیو څخه څارنه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټوساتنې او قرنطین ریاست مسوولینو د پل خشتې جومات د پاینده محمد مارکېټ او سرای شمالي کې د کرنیزو درمل او کیمیاوي سرو پلورنځیو څخه څارنه وکړه.
د کرنې وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم د دغو هټیو د څارنې پرمهال وویل: «پلورونکي باید د درملو کارولو میتودونو او خطرونو په اړه لارښونه او خبرې کړي، دکرنیزو درمل او کیمیاوي سرو پلورونکي باید په خپل هټۍ کې مسلکي کس، د فعالیت جواز، د تقلبي او تاریخ تېرو درملو او موادو د پلور مخنیوی او د غیر مجازو درملو د پلور مخنیوي جدي په پام کې ونیسي.»
د دې څارنې او څېړنې په ترڅ کې په کابل ښار کې د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له اجازې خلاف، مضره، زهرجن او بې کیفیته درمل راټول شول او دې کنټرول په پايله کې لسګونه هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر و او یایې جوازونه نه درلودل وتړل شول.
د دې څارنې په څنډه کې د بوټو ساتنې او قرنطین رییس له خپل ټیم سره د کابل په دشت برچي کې د جان محمد حسني له شنو خونو څخه هم لیدنه وکړه، ترڅو د کرنیزو درملو د اغېزو په اړه معلومات ترلاسه او دوی ته د زیان رسوونکو درملو د نه کارولو لارښوونه وکړي، چې یاد درمل دې نه کاروي او له درمل شېندولو وروسته تر کله چې د درملو اغېزې کمې شوي نه وي، کرنیز حاصلات راټول نه کړي، ځکه کرنیز درمل د ګټه اخیستونکو پر روغتیا منفي اغېزې لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست په پام کې لري، چې د کرنې او مالدارۍ لپاره د بې کیفیته، تاریخ تېر او زیان رسوونکو درملو د پلور د مخنیوي په موخه په میاشتني ډول له هغو هټیو څخه چې د څارویو او بوټو درمل په کې پلورل کېږي، څارنه وکړي، ترڅو د بېکیفیته، تاریخ تېر او مضره درملو مخنیوي ووشي.
نظارت از دوکانهای ادویه جات زراعتی و کود کیمیاوی شهر کابل
مسوولان ریاست حفاظه نباتات و قرنطین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از دوکانهای ادویه فروشی زراعتی و کود کیمیاوی واقع سرای شمالی و مارکیت پاینده محمد جوار مسجد پل خشتی نظارت نموده است.
انجنیر عتیق الله مسلم رئیس حفاظه نباتات و قرنطین وزارت زراعت در جریان نظارت از این دوکاکین گفت:« فروشنده گان باید در مورد شیوه استفاده و خطرات ناشی از دواها رهنمایی و آگاهی دهی نمایند و همچنان فروشنده گان ادویجات زراعتی و کود کیمیاوی باید مواردی چون موجودیت شخص مسلکی در دوکان، داشتن جوزا فعالیت، جلوگیری از فروش مواد تقلبی و تاریخ تیر شده و جلوگیری از فروش ادویه جات غیر مجاز را به گونه جدی در نظر گیرند".
در جریان این نظارت و بررسی ادویه جات مضره، زهردار و بیکیفیت که خلاف اجازه نامهای ریاست حفاظه نباتات و قرنطین بوده جمع آوری و دهها دوکان بدون اجازه نامه در شهر کابل مسدود گردید.
در حاشیه این نظارت رییس حفاظه نباتات و قرنطین به تیم همراه شان از گرین هاوس جان محمد حسنی واقع دشت برچی کابل نیز دیدن نموده تا از میزان تاثیرات ادویه جات زراعتی اطلاع حاصل نماید و همینگونه برایشان رهنمایی نمایند که از ادویه های مضره استفاده نه نموده و پس از ادویه پاشی تا زمانیکه تاثیرات دوا کاهش یابد از برداشت حاصلات آن جلوگیری نمایند چون که ادویه های زراعتی تاثیر منفی بالای صحت استفاده کننده گان آن دارد".
ریاست حفاظه نباتات و قرنطین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد تا ماهانه از دوکان های که ادویه زراعتی و کود کیمیاوی که در آن به فروش میرسد نظارت نماید تا از فروش ادویه بی کیفیت، تاریخ گذشته و مضر زراعتی و مالداری جلوگیری نماید.
