پکتیکا کې د نیالګیو اېښودو کمپاین د«یو نیال د ځان او یو نیال د سولې لپاره» تر شعار لاندې پیل شو

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۲ - ۱۱:۵۳
پکتیکا کې د نیالګیو اېښودو کمپاین د«یو نیال د ځان او یو نیال د سولې لپاره» تر شعار لاندې پیل شو

۲۲ کب ۱۳۹۸
د پکتیکا د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د کب شلمه، د نیالګیو اېښودو ملي ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه. ددغو مراسمو په ترڅ کې، چې دکب په شلمه نېټه په لاره اچول شوې وه د پکتيکا والي ډاکټر مجيب الرحمن څمکني، د کرنې رییس، مدنې ټولنو، قومي مشرانو، ژورنالستانو او ځوانانو له خوا نیالګي کېنول شول او د نیالګیو اېښودو کمپاین هم د«یو نیال د ځان او یو نیال د سولې لپاره» تر شعار لاندې پیل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پکتيکا والي ډاکټر مجيب الرحمن څمکنی، د پکتیکا ولایت له اوسیدونکو غوښتنه وکړه، چې هر یوه یې یوه نیالګی د ځان او یو نیال د سولې لپاره کېنوي، ترڅو هېواد مو زرغون او د سولې، ورورۍ او اخوت پیلامه شي.
ښاغلي څمکنی وویل، څومره چې د نيالګيو کېنول ورته مهم دي په هماغه اندازه یې ساتنه او پالنه هم ورته مهمه ده او اړوند ادارو ته یې جدي سپارښتنه وکړه، چې د نيالګيو د ساتنې او پالنې ته جدي پام وکړي.
په همدې حال کې د پکتیکا دکرنې رییس وویل، چې ددې کمپاین په لړ کې به د پکتیکا په مرکز او ولسوالیو کې نږدې ۲۰۰ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول شي.
د کرنې رییس دغه راز وویل، چې سږکال به ددې ادارې له خوا د پکتیکا په مرکز او ددې ولایت په ولسوالیو کې ۱۶۰۰ جریبه د مېوو نوي سوداګریز بڼونه هم جوړ شي او ترڅنګ یې ددې لایت دسمسور تیا په پار ۱۵ زره غیر مثمر نیالګي هم کېنول کیږي.

د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست ددې ولایت له خلکو غواړي، چې په دې کمپاین کې ونډه واخلي او د ونو او نیالګیو ساتنې او څارنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت