پکتیا کې د کرنیزې پرمختیا صندوق پرانیسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۲۲
پکتیا کې د کرنیزې پرمختیا صندوق پرانیسته وشوه

۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هڅو په لړ کې د پکتیا په ولایت کې بزګرو او د کرنیزو توکو سوداګرو ته د مضاربت او مشارکت له لارې د پورونو ترلاسه کولو په پار د کرنیزې پرمختیا صندوق «اې.ډي.اف»  پرانیستل شو.
د پرانیستې په مراسمو کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ټیکا رییس فاضل آکین اردوغان، د علماو شورا رییس شیخ صالح محمد فقیر، د والي مرستیال شیخ انعام الله صلاح‌الدین، د کرنې رییس مولوي سید امین هاشمي، د یوشمېر دولتي ادارو رییسان، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» د زون مسؤل انجینر بسم‌الله بسمل، د کرنیزې پرمختیا صندوق مسوول، قومي مخور او کروندګر ګډون درلود.
دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په خپلو څرګندونو کې وویل: «دغه پروسه به کروندګرو او مالدارانو ته د اسلامي شریعت مطابق اوږدمهاله پورونه برابر کړي، چې د کرنیز سکتور په پراختیا کې به رغنده رول ولوبوي.»
دکرنې او مالدارۍ مرستیال زیاته کړه: «وروسته له دې به په پکتیا کې بزګرو او د کرنیزو توکو سوداګرو ته د مضاربت او مشارکت له لارې پورونه ورکول کېږي، څو په هېواد کې کرنیز سیسټم لا ډېره وده وکړي او معیاري شي».
د کرنیزې پرمختیا صندوق مسوول د پرانیستې پر مهال وویل: «هغه کروندګر، فارملرونکي او کرنیزې ټولنې، چې د پکتیا د کرنې ریاست سره ثبت او راجستر وي، د صندوق له لارې د مرابحې پر بنسټ نغدې پیسې ترلاسه کوي. په دغو پیسو به د اړتیا وړ توکي د بزګرانو لپاره اخیستل کېږي څو وکولای شي، خپل کاروبارونه پراخ او پیاوړي کړي. دغه پیسې به د کروندګرو له لوري په قسطونو بېرته صندوق ته سپارل کېږي.»
په همدې مهال، د پکتیا د کرنې رییس مولوي سید امین هاشمي د پورونو د ورکړې دغه سیستم د کرنیز سکتور د پراختیا لپاره ګټور وباله او د کرنیزو ټولنو مسؤلینو ته یې د ګډون سپارښتنه وکړه. نوموړي همدارنګه راغلي پلاوي ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
یاد صندوق د کروندګرو د ملاتړ او د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا لپاره یوه مهمه اقتصادي هڅه بلل کېږي، چې د بزګرانو د تولیداتو د لوړوالي او د دوی د عایداتو د زیاتېدو لامل به شي.

در پکتیا صندوق وجهی انکشاف  زراعتی افتتاح شد
۶ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
در راستای تلاش‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، صندوق وجهی انکشاف زراعتی  «ADF» در ولایت پکتیا افتتاح شد تا دهاقین و تجار محصولات زراعتی از طریق مشارکت و مضاربه بتوانند وام‌های اسلامی دریافت کنند.
در مراسم افتتاح، مولوی صدراعظم عثمانی، معین وزارت زراعت و مالداری، فاضل آکین اردوغان رئیس تیکا، شیخ صالح محمد فقیر رئیس شورای علما، شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین معاون والی، مولوی سید امین هاشمی رئیس زراعت، روسای چند نهاد دولتی، انجنیر بسم‌الله بسمل مسئول زون سازمان غذای ملل متحد، مسئول صندوق توسعه زراعت، متنفذین قومی و دهاقین حضور داشتند.
مولوی صدراعظم عثمانی در سخنان خود گفت: «این پروسه به دهاقین و مالداران وام‌های بلندمدت مطابق با شریعت اسلامی ارائه می‌کند که نقش سازنده‌ای در توسعه بخش زراعت ایفا خواهد نمود».
وی افزود: «پس از این، در پکتیا وام‌ها از طریق مضاربه و مشارکت به دهاقین و تجار محصولات زراعتی ارائه خواهد شد تا سیستم زراعتی کشور توسعه یافته و استاندارد شود.»
مسئول صندوق توسعه زراعت در جریان افتتاح گفت: «دهاقینی که با ریاست زراعت پکتیا ثبت و راجستر باشند، می‌توانند از طریق صندوق بر اساس نظام مرابحه، نقد دریافت کنند. این مبالغ برای خرید ملزومات مورد نیاز دهاقین استفاده می‌شود تا کسب‌وکارهای خود را گسترش و تقویت کنند. این وجوه توسط دهاقین در اقساط به صندوق بازپرداخت خواهد شد.»
در همین حال، مولوی سید امین هاشمی رئیس زراعت پکتیا این سیستم وام‌دهی را برای توسعه بخش زراعت مفید دانست و از مسئولان انجمن‌های زراعتی خواست تا در آن مشارکت کنند و اطمینان کامل از همکاری خود با هیأت حاضر داد.
این صندوق به عنوان یک تلاش اقتصادی مهم برای حمایت از دهاقین و توسعه فعالیت‌های زراعتی به‌شمار می‌رود که افزایش تولیدات و درآمدهای دهاقین را به همراه خواهد داشت.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

کندهار کې د ۲.۱ میلیونه افغانیو په لګښت یو معیاري چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د اوبو د زېرمو پیاوړتیا، د وچکالۍ اغېزو کمولو او د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه، د کرنې وزارت د نویو اوبو ساتونکو پروژو پلي کولو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

لغمان کې د نږدې  ۱۱ میلیونو افغانیو په ارزښت په ۱۸ هکټاره ځمکې کې د بیرې ځنګل دجوړولو چارې پیل شوې

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یو.ان.ډي.پي»د ابادۍ پروژې په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۱۰
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق                                                            
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سره رود، مومندرې،. . .

بازگشت