پروان ولایت کې د سرو بانجانو حاصلات ډيرشوې

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۹ - ۱۶:۵۱
پروان ولایت کې د سرو بانجانو حاصلات ډيرشوې


۲۹ لیندی ۱۳۹۹
د پروان ولایت د کرنې او بولګولو او مالدراۍ ریاست  په یاد ولایت کې د سرو بانجانو حاصلاتو د ډیروالې خبر ورکوي او وایې، سږکال د سروبانجانو حاصلات له ۴۵ زره ټنه څخه زیات دي.
د کرنې وزارت د احصاییه د معلوماتو په اساس تیرکال په پروان ولایت کې په یوزرو او ۹۳۵ هکتاره ځمکه د سرو بانجانو کښت شوی وه او  له هغه ۳۶ زره او ۷۳۵ ټنه حاصلات لاسته راغلې وه. مګر، د سږکال یې حاصلات له اته زره او ۳۰۰ ټنه څخه زیات ډیروالی ښکاره کوي.
د پروان ولایت د کرنې رییس عبدالوهاب خیرزاد وایې،  د مناسب اقلیم، د کاري وسایلو ویش، د نوې تکنالوژې پیژندنې او ددې کښت بېلابېلې ورایټې د سروبانجانو د حاصلاتو د زیاتوالی لاملونه دي.
سږکال په پروان ولایت کې نږدې په دوه زره او ۹۶۸ هکتاره ځمکه  د سرو بانجانو کښت شوي وه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت