هلمند کې یوشمېر بزګران روزل کېږي

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۳ - ۱۸:۴۷
هلمند کې یوشمېر بزګران روزل کېږي


۲۳  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د ORCD او NCA په ګډه تخنیکي او د ملګورو ملتونو پراختیایي پروګرام « UNDP» په مالي همکارۍ ددې ولایت د ګرشک او نادعلي ولسوالیو ٧٠  تنو کرونده ګرو ته دکرنې په برخه کې روزنه ورکوي.
په دې روزنیز پروګرام کې په شنو خونو کې د موسمي نباتاتو د کرنې او روزنې په اړه بزګرو ته پوهاوی ورکول کېږي ترڅو په کم مصرف زیات او پر وخت حاصلات لاسته راوړي.
دغه زده کړې هغو بزګرو ته په لاره اچول شوي دي، چې  په دې وروستیو کې ورته پخپلو ځمکو کې شنې خونې جوړې شوي او تر څنګ یې د اړتیا وړ تخمونه او کرنیز توکي ترلاسه کړي دي.
د هلمند د کرنې اداره هلمند کې د کرنیزو محصولاتو اصلاح او پیاوړتیا په موخه د مختلفو برنامو له لارې د بزګرو لاسنیوئ کوي ترڅو هغوۍ وهڅیږي، چې د مشروع کرکېلي له لارې خپل اقتصاد پیاوړي کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت