هلمند کې کروندګرو ته ۱۳۰ شنې خونې جوړیږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۴:۱۸
هلمند کې کروندګرو ته ۱۳۰ شنې خونې جوړیږي

۳ وری ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه او اتو ولسوالیو کې کروندګرو ته ۱۳۰ شنې خونې جوړېږي.
ددې پروګرام په لړ کې ٣٠ بابه شنې خونې د کرنې وزارت په پراختیایي بودیجې او ١٠٠ بابه شنې خونې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې «یو،ان،ډي،پي» مؤسسې په مالي مرسته رغول کېږي.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په هلمند کې د کرکېلې لپاره د شنو خونو له جوړېدو سره سم د بزګرو کار غوړېدلی او  د شنو خونو په جوړېدو سره د سبو کرکېلې نوې بڼه خپله کړې چې بزګرانو هم له نویو هیلو سره دغه کار ته مخه کړې ده. د دوی په خبره شنې خونې بزګرو ته ښه عاید لري.
دوى وايي، د شنو خونو په پراختيا سره کولای شي چې د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته هم وخت په وخت كرنيز توکي ورسوي.
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوي او د شنو خونو د حاصلاتو ښې پایلې دوی هڅولي چې د شنو خونو د جوړولو لړۍ نوره هم پیاوړې او ګړندۍ کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت