هلمند کې د څړځایونو د ثبت او تثبیت لړۍ روانه ده

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۴ - ۱۳:۳۲
هلمند کې د څړځایونو د ثبت او تثبیت لړۍ روانه ده
 
۴ وږی ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ولسمشر د فرمان پر اساس د یاد ریاست د تخنیکي ټیم له خوا په دې ولایت کې د څړځایونو د سیمو د ثبت او تثبیت لړۍ، چې مخکې پیل شوې وه ادامه لري. د دوی په خبره تر دې دمه د مرکز لښکرګاه ترڅنګ د ناوې او ګرمسیر په ولسوالیو کې څه باندې ۴۱ زره او ۳۹۹ هکټاره ځمکه د کدسټري نقشې پر اساس ثبت شوې، چې وروسته به یې د تصفیې لړۍ پیل شي.
د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو وایي، چې تر دې دمه په مرکز او ولسوالیو کې څه باندې ۴۱ زره او ۳۹۹ هکټاره ځمکه د کدسټري نقشې پر اساس ثبت او تثبیت شوي، چې تر دې وروسته یې د تصفیې لړۍ پیلیږي.
ښاغلی الکو وایي، چې د دوی د پلان پر بنسټ د څړځایونو ځمکې به د املاکي او کډسټري نقشو له مخې تثبیت او دکرنې وزارت په ډیټابیس کې په ثبت او راجستر شي.
د ښاغلي الکو په خبره د کرنې ریاست ددې ولایت د طبیعي سرچینو د احیا، ساتنې او پراختیا په پار پراخ پروګرامونه په پام کې لري، چې په پلي کېدو سره یې یاد طبیعي سرچیني خوندي او د کوچیانو او مالدارانو د مالونو د خوراکې لپاره به چمتو شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۸
Background image

د کرنې وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري دخپل کار په دفتر کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۲
Background image

ننګرهار کې د شیدو راټولولو څلورو مرکزونو سره د ۲۰ زره ډالرو په ارزښت د وسایلو مرسته وشوه

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ،. . .

بازگشت