هلمند کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
هلمند کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه

۲۳ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
 دهلمند د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب سوو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون اړوند، د تخنیکي پلاوی رييس مولوي نظر محمد صدیقي په مشرۍ ناسته ترسره شوه.
یاده کمېټه د معمول سره سم دهلمند د کرنې ریاست کې خپل منځي ناسته وکړه. په دې ناسته کې د ګوهرګین فارم، بولان څېړنیز فارم، د بولان پله ته څېرمه د امارتي ځمکې، د احمدشاهي مینې توسعوي پلان، او د ګڼو انفرادي اشخاصو پر موضوعاتو تر بحث وروسته لازم تصمیمونه او  اجرائت ترسره شول.
د یادولو ده، چې هلمند کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټه هره اوونۍ کې څو نوبتي ناستې کوي او تر څنګ یې سیمو او ولسوالیو ته په منظم ډول کاري سفرونه هم لري، چې ددغو کړنو په ترڅ کې، تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت