هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۱۲:۰
هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

١۳ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۸۳مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
ددې غونډې په ترڅ کې د تېرې غونډې د پریکړې له مخې د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د ۲ بابه وړکتونونو د ځمکې د غصب خلاصون په موخه د اړونده ریاست د استازو په ګډون یو ګډ پلاوی وګمارل شو ترڅو په مرکز لښکرګاه کې د یادو غصب شویو ځمکو څېړنه وکړي او بیا یې د استرداد په موخه راپور ترتیب او مرکز ته ولېږدوي.
دغه راز د امیرالمؤمنین د شفاهي هدایت او د ځمکو د غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو کمیسون دهدایت له مخې په هلمند ولایت کې د یوې عامه مرعي ځمکې، چې ټول عام وخاص ولسونه ورته لاسرسۍ ولري د ځمکې د تعین او د مشخصاتو راټولولو په موخه یو ګډ پلاوی وګمارل شو، ترڅو د یادې ځمکې په اړه هر اړخیز معلوماتونه راټول او دوسیه یې د وروستیو کړنو په موخه د ځمکو د غصب کمیسون ته ولېږدول شي.
د غونډې په ترڅ کې همداراز  د هلمند ولایت مرافعه محکمې ته د ۱ ګڼه متحدالمال او د سترې محکمې عالي شورا د ۶ غونډې پریکړه نقلآ ولېږل شوه ترڅو د تخنیکي پلاوی د اړتیا پر وخت د قبالو د ثبت محفوظ په اړه معلومات را ولېږي. د یادې پریکړې له مخې د سترې محکمې عالي شورا پرېکړه کړې ده، چې د تخنیکي پلاوی د مکتوب په اساس به د مخزن دفتر څخه د قبالو د ثبت محفوظ معلوماتونه ورکول کېږي او د قبالو د صحت او سقم په اړه به اختصاصي محکمه پرېکړه کوی.
۴- د بولان په ساحه کی د حاجی عزیزالله او محمد هاشم الکوزی د ۶ بابه مارکیټونو د ځمکی موضوع چی مخکی د ځمکو د غصب مخنیوی محترم  کمیسون څخه د څیړلو په موخه تخنیکی هیئت ته سپارل سوی ده هیئت تعین کړل سو ترڅو موضوع په هر اړخیزه توګه وڅیړی او په اړه یی ګذارش ترتیب کړي.
ددې ترڅنګ په یاده غونډه کې، د هلمند ولایت  مقام ته د عالیقدر امیرالمؤمنین د (۲) ۱۰/۲/۱۴۴۵ ګڼه فرمان چء د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د انفاذ قانون په اړه دی، د یاد فرمان له مخې د تخنیکي پلاوی لخوا د ترسره شویو اجرائتو راپور ترتیب او د وروستیو کړنو لپاره ولایت مقام ته وړاندې شو .
دغه راز  دهلمند ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست د مکتوب او د ولایت مقام د حکم په اساس د بولان تاریخي کلا چې د غاصبینو لخوا یې یوه اندازه ځمکه غصب شوې ده، د یادې ځمکې د غصب څخه د خلاصولو په موخه ګډ پلاوی و ګارل شو ترڅو سیمې ته ولاړشي موضوع په هر اړخیزه توګه وڅېړي او په اړه یې خپل راپور وړاندې کړي.
په دې غونډه کې دغه راز د شاهي صالون په نوم د یوه تجارتي مارکیټ د خدماتي سیمې موضوع چې دا مهال د ښاروالۍ په واک کې ده، او د یاد مارکیټ مالک یې د ورسپارلو غوښتنه کوی پلاوي وګارل شو ترڅو په سیمه کې اصولي اجراآت ترسره کړي.
ددې غونډې په ترڅ کې دغه راز ۲۰ جلده نسبتي دوسیې، چې د معتبر او اصلي ذوالید د معلومولو په موخه ترتیب شوي دي اړونده محاکمو ته ولېږدول شول تر څو د معتبر ذوالید له پېژندلو وروسته یې بېرته تخنیکي پلاوي ته را ولېږي.
 د غونډې په پای کې تخنیکي پلاوي دتېر په څېر د یو شمېر ولسي وګړو املاکي ستونزې هم  واورېدې او د موضوعاتو حل په موخه ورته د اصولي کړنو ډاډ ورکړل.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت