هلمند کې د مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا په پار نوې هڅې پیل شوې دي

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۱۳
هلمند کې د مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا په پار نوې هڅې پیل شوې دي


۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مشرتابه په لارښوونه، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت په ځانګړو هڅو، په دې ولایت کې د لومړي ځل لپاره د غوښینو چرګانو د بازارموندنې لپاره معیاري زمینه برابره شوه.
د دې نوښت په لړۍ کې، د کرنې ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت هغه ودانۍ چې د همدې ادارې په ملکیت کې جوړې شوې ده ، د چرګانو د پېر او پلور اتحادیې ته وسپارل شوه.
دا مرکز د لښکرګاه ښار د بولان په سیمه کې موقعیت لري او له دې وروسته به د ټول هلمند په کچه د ژوندیو او حلالېدونکو چرګانو د پېر او پلور رسمي مرکز وي.
د یاد مرکز د فعالېدو سره به نه یوازې د چرګانو د روزونکو لپاره د بازار موندنې ستونزې کمې شي، بلکې د غوښینو چرګانو عرضه به هم منظم، معیاري او د کنټرول لاندې شي.
دغه اقدام د مالدارۍ د سکتور په پياوړتیا، د کورنیو اقتصادونو په رغېدو او د چرګانو د تولید په زیاتوالي کې اغېزمن رول لري.
مسؤولینو ټینګار وکړ چې دا مرکز به د هلمند د مالدارۍ په پرمختګ کې مهمه نقطه وي او په راتلونکې کې به ورته نورې آسانتیاوې هم برابرې شي، څو په ولایت کې د چرګانو صنعت لا دود، قوي او منظم شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د ننګرهار ګوشتې ولسوالی کې د ځنګلونو د ساتنې او غیرقانوني قطعې د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګوشتې ولسوالی د ځنګلونو مدیریت مسؤلینو د ګوشتې ولسوالی د دوړ خېلو او خوګا خېلو کلیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۳۷
Background image

د ننګرهار یوشمېر ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په شېرزاد، حصارک او ګوشتې ولسوالیو کې  بزګرانو او بڼوالو  ته د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې مسلکي او عملي روزنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

بازگشت