هلمند کې د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو د پېر او پلور ټولنې له چارواکو سره ناسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۱:۳۵
هلمند کې د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو د پېر او پلور ټولنې له چارواکو سره ناسته وشوه

۲۷ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت او اړونده کارکوونکو لخوا، په دې ولایت کې د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو دپېر او پلور ټولنې له چارواکو سره ناسته وشوه.
په پیل کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت وویل: «هلمند ولایت کې دې د حیواني محصولاتو د پېر او پلور ټول کاروباریان د کرنې ریاست کړنلارې په جدي توګه پلي کړي ترڅو هلمندوالو ته باکیفیته او موثره خدمات وړاندې کړل شي.»
ښاغلی هدایتهمدارنګه د ناسمو او ناروغو چرګانو د غوښو پلور ته په اشارې سره وویل چې، د هر هغه چا کار ته اجازه نه ورکوي چې غیر صحي محصولات په خپلو هټیو کې په وطنوالو پلوري، هغه ددغه ډول کارونو د تعقیب او نظارت یادونه وکړه او وې ویل چې په دوامداره توګه د حیواني محصولاتو د پېر او پلور مراکز څارل کېږي. 
په پای کې یادو چارواکو د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر ته ډاډ ورکړ چې د کرنې ریاست ټولو اصولو ته ژمن دي او په دې توګه به ټولو کاروباریانو ته دغه توصیې ورسوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت