هرات کې د پیازو د ۴۲۰ زېرمتونونو چارې ډېر ژر بشپړیږي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
هرات کې د پیازو د ۴۲۰ زېرمتونونو چارې ډېر ژر بشپړیږي


۲۱ تله ۱۳۹۹
ټاکل شوې، چې تر راتلونکو دوو اوونیو پورې به په هرات کې د پیازو د ۴۲۰ او د کچالو د پنځو زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه زېرمتونونه د برخمن شویو بزګرانو په لس سلنې ونډې سره د څه باندې ۲۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.
د پیازو د هرې زېرمتون وړتیا ۱۰ مټریک ټنه او د کچالو د هرې زېرمتون وړتیا ۱۶ مټریک ټنو ته رسیږي.
د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې سږکال د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د پیازو او کچالو د خوندي کولو په پار د پیازو او کچالو صفر انرژۍ سړې خونې  «زېرمتونونه» جوړ کړي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۸
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۲:۰
Background image

هلمند کې د څه باندې ۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷.۸ کیلومتره زهکشۍ کانالونو د پاکولو پروژه پیل شوه

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت مرکز اړوند په بولان، ګرشک او سنګین ولسوالیو کې د زهکشۍ کانالونو د پاکولو پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د استازو، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۰:۵۶
Background image

کندهار کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت لوی چکډېم جوړ شو؛ د وچکالۍ د اغېزو کمولو او ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو په‌پار مهم ګام

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت په کښته شاولیکوټ ولسوالۍ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د ۱۸ میلیونه، ۴۸۳ زره او ۳۷۳ افغانیو. . .

بازگشت