هرات کې د پیازو حاصلات ډېر شوي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱ - ۱۵:۲۰
هرات کې د پیازو حاصلات ډېر شوي

۱مرغومې ۱۳۹۹
د هرات د کرنې ریاست وایي، چې بېلابېل لاملونه ددې ولایت د پیازو د حاصلاتو د زیاتوالي لامل شوي دي.
د هرات ولایت د کرنې ریاست د ترویج لوی مدیر حمیدالله ناصري وایي، چې د بزګرانو لېوالتیا او ترڅنګ یې ډېر اورښتونه ددې لامل شوي، چې د تېرکال په پرتله د پیازو سږني حاصلات د پیام وړ زیات شي.
د هغه په خبره، سږکال د پیازو له هر هکټار کروندې څخه په منځنۍ کچه ۴۰ ټنه پیاز تر لاسه شوي دي او د کروندو زیاتوالي ته په کتو د تېرکال په پرتله د حاصلاتو کچه هم ډېر زیات شوي دي.
د کرنې وزارت د احصایې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، په ۱۳۹۸یم کال کې د هرات ولایت په یوزر او ۴۷ هکټاره ځمکه کې پیاز کرل شوې وه، چې له یادو کروندو څخه ۳۴زره او ۷۳۰ مټریک ټنه پیاز ترلاسه شوه.
خو دهرات ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ ریاست وایي، چې د تېرکال په پرتله سږکال ددې ولایت د پیازو په حاصلاتو کې د پاو وړ زیاتوالی راغلی دی.
د هرات د کرنې ریاست په خبره، ددې ولایت په زنده جان، پشتون‌زرغون، غوریان، کرخ، گذرې اوانجیل ولسوالیو کې د پیازو کرکېله ډېر کیږي.
یاد ریاست وایي، چې د هرات ولایت ډېری پیاز د ننه په همدې ولایت کې کارول کیږي، او ډېر لږ یې ګاونډیو ولایتونو ته صادریږي.
دمګړۍ د هرات ولایت په بازار کې په منځنۍ کچه د هر کیلو پیازو بیه ۱۵ افغانۍ ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې د روان کال په ترڅ کې ددې ولایت بزګرانو لپاره د پیازو ۴۱۹ زېرمتونونه جوړ کړي دي. بزګرانو لپاره د یادو زېرمتونونو د جوړولو موخه، داده چې دوی وکولای شي ددغو زېرمتونونو له لارې خپل محصولات خوندي او د خوساکېدو مخه یې ونیسي. او دغه راز په مناسب وقت او مناسبه بیه یې خرڅ کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت