ننګرهار کې ۳۰ مدیرانو ته د اوبو د ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۴:۲۹
ننګرهار کې ۳۰ مدیرانو ته د اوبو د ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۱۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ۱۷ ولسوالیو د ترویج، اوبو تنظیم او ځنګلاتو ۳۰ تنو مدیرانو ته د اوبو د ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل اوبه د ژوند لپاره یو حیاتي ماده ده او د بزګرانو څخه یې په درست ډول د استعمال غوښتنه وکړه.
ښاغلي محسن د ولسوالیو مدیرانو ته وویل: «تاسو باید په خپلو ولسوالیو کې میرابانو او بزګرانو ته  د اوبو ارزښت، استعمال او نورو برخو کې روزنه او عامه پوهاوي ورکړئ.»
دکرنې وزارت د اوبو د تنظیم مسؤلینو  مدیرانو ته د اوبو ارزښت، په کرونده کې د اوبو تنظیم، اوبو اړوند ساختمانونو ساتل، اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ په برخه کې روزنه ورکړه؛ ترڅو دوی په خپلو ولسوالیو کې میرابانو او بزګرانو ته روزنه ورکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت