ننګرهار کې پر ۱۱ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شوه
۸ليندۍ ۱۴۰۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد وايي، چې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې"FAO" له لورې ديادولايت په ۱۰ ولسواليو کې پر ۱۱ زره تنو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه د حاصل زیاتوالي او لوږې سره د مبارزې په موخه وېشل شوي دي.
دننګرهار دکرنې رئيس زياته کړه په ننګرهار کې د FAO په مالي همکارۍ هغه ۱۱ زره تنو بزګرانو ته ۵۵۰ مټریک ټنه اصلاح شوي غنم ورکړل شوه، چې د کرونا او نورو طبیعي پېښو له کبله ځپل شوي ؤ.
یاد اصلاح شوي تخمونه د ننګرهار په ۱۰ ولسواليو ګوشته، خوګیانو، شیرزاد، دره نور، کوزکونړ، اچین، کوټ، لعلپوره او بټي کوټ کې بزګرانو ته د حاصل زیاتوالي، اقتصادي پیاوړتیا او د اصلاح شویو تخمونو دلا ښه ترویج په پار ورکړل شوي دي.
بايد وويل شي، چې په نږدې راتلونکې کې به یادو بزګرانو ته کیمیاوي سرې هم ورکړل شي.
